لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو مشر د سنګسار په ګډون د شرعي حدودو دفاع کړې


واشنګټن – په افغانستان کې د طالبانو د سخت دریځه حکومت رهبر ویلي، دوی ژمن دي چې اسلامي شریعت به نافذوي چې په هغه کې د زنا لپاره د ښځو سنګسار هم شامل دي.

هېبت الله اخندزاده په یو غزیز پیغام کې چې طالب چارواکي یې د هغه د وروستۍ وینا برخه بولي ویلي،

"زمونږ ماموریت د شریعت او د الله د حدودو نافذول دي."

طالبانو نه دي ویلي، چې اخنذاده دغه خبرې چېرې کړي خو هغوی ادعا کوي چې د افغانستان په جنوبي‌ ولایت کندهار کې اوسېږي او ډېر کم له دغه ځای څخه بهر ځي.

اخنذاده په اصل کې د طالبانو په حکومت باندې د لویدیځ نیوکو ته ځواب ویلی او زیاتوي،

"مونږ چې یې کله د زنا له امله د خلکو ترمخه سنګساروو او په دورو یې وهو نو تاسو یې ښايي‌ د ښځو له حقونو څخه تیری وګڼئ ځکه دا ستاسو د ډیموکراټیکو اصولو سره په ټکر کې وي."

اخنذاده زیاتوي، "څنګه چې تاسو ادعا کوئ چې د ټول بشریت د ازادۍ لپاره هڅه کوئ، زه هم همداسې. زه د الله استازیتوب کوم او تاسو د شیطان."

هغه په لویدیځ کې د ښځو پر حقونو او د ښځو پر ازادیو باندې نیوکې کړي او وايي،‌ د طالبانو مذهبي مشران به په افغانستان کې په کلکه د لویدیځ پرضد او د هغوی د دیموکراسۍ د ډول پرضد مقاومت کوي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې هغه مهال په افغانستان کې په واک باندې قبضه وکړه کله چې د امریکا په ګډون نړیوال ځواکونه له شل کلنې جګړې وروسته ووتل او افغان حکومت نسکور شو.

طالبانو تر هغې راوروسته په سلګونو افغانان په بېلابېلو تورونو په عام محظر کې په دورو ووهل چې په هغو کې ښځې هم شاملې وې.

د طالبانو د محکمو لخوا لږ تر لږه څلور کسان د خلکو ترمخه اعدام شول.

اخنذاده په افغانستان کې د جونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښونځي تړلي او ښځې یې له د ملګروملتونو او نورو مرستندویه ادارو په ګډون له کار کولو او د پارکونو په څېر عامه ځایونو ته له ورتلو څخه منع کړي دي.

دغه ډول ښځې نشي کولای چې له شرعي محرم پرته لېرې سفر یا پرواز وکړي.

د طالبانو مشر له خپل حکومت څخه دفاع کوي او وايي، چې دا له افغان کلتور او اسلام سره برابر دی.

په افغانستان کې نوی تعلیمي کال تېره اونۍ پیل شوی خو له ۱۲ کلنو څخه پورته جونې د دریم کال لپاره هم ښونځي ته نشي تللی.

ملګروملتونو او نړۍ له طالبانو غواړي چې په ښځو دې بندیزونه لېرې کړي او د خلکو تر دمخه دې خلکو ته سزاګانې ودروي.

د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د شنبې یا خالي په ورځ په اېکس يا پخواني ټوېټر باندې لیکلي،

"دا زړه ماتونکې ده چې یو بل کال هم د ښونځي دروازې له ۱۲ کلنو څخه له پورته جونو پرته پرانېستل شوي."

هغې یوځل بیا د امریکا هغه غوښتنه کړې چې طالبان دې دغه "ویجاړونکي فرمانونه" بېرته واخلي او وايي، دا د افغانستان تر ۵۰ فیصدو زیاتو وګړو ظرفیت له منځه وړي.

"د ښځو او جونو په وړاندې د طالبانو بې پروا، توپیري چلند افغانستان په غریبۍ او په مرستو تړلی ساتي او افغان کورنۍ مجبوروي چې ووځي. په رسمي تعلیمي سیستم کې د افغانانو له شاملېدو پرته بل داسې کوم سیستم نشته ځکه همدا له سلو کالو راهیسې روان دی."
نړیوالې ټولنې طالبان په رسمي توګه نه دي پېژندلي په ځانګړي ډول د بشري حقونو د اندېښنو او له ښځو سره د ناوړه چلند له امله.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG