لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د تربت په پوځي ائیرپورټ ډله ايز وسلوال بريد شوی – ذمه واري یې بي اېل اې منلې ده


د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت ښار کې یوې ډلې وسله والو د سمندري قواوو په پوځي ائیرپورټ حمله کړې ده خو تر اوسه د دې برید د مرګ ژوبلې په اړه څه کره رپوټونه ترلاسه شوي ندي.

د تربت پوليس چارواکو وي او اې ډېوه سره خبرو کې د دغه برید د خبر تصديق کړی او ویلي یې دي چې "لومړي رپورټونه ښايي څلور وسلوال بريد ګر د هوايي ډګر و حدودو ته ننوتي، د ځاني او مالي زيان اندازه به سهار په رڼا کې کېږي".

د پوليس دغه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښوول په شرط ډيوه ته ويلي: "د ګل/دوشنبې په ماښام په تربت کې د پاکستان د سمندري ځواک پر هوايي اډې بريد شاوخوا د شپې لس بجې پیل شوی".

د دغه پولیس چارواکي تر خبرو پورې هم په سیمه کې برید جاري و.

د چارواکو په وینا د هوايي ډګر په شاوخوا کې د درنو ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د سمندري ځواک "نيول فورسس" ائیرپورټ په تربت ښار کې موقعيت لري، چې دلته د تربت ښار هوايي ډګر سيمه ورسره لري.

د چارواکو وینا ده چې، "ياد هوايي ډګر د پاکستان د سمندري ځواکونو دويم يا دريم لوی هوايي ډګر دی او دلته په زيات شمېر کې د پاکستان سمندري ځواک موجود دی".

تربت د بلوچستان په جنوب کې د مکران ډويژن د کيچ ضلعې سر ښار دی.

د مکران ډویژن پوليس چارواکي وایي چې، "بريد کوونکو له څلورو تر پنځو ځايونو هوايي ډګر ته د ننوتو هڅه وکړه، خو امنيتي ځواکونو يې مخه ونيوله، د نيول بېس د خونديتوب لپاره هلته سمندري ځواک، او ايف سي موجوده ده، پوليس د هوايي ډګر شاوخوا سيمه په ولکه کې اخيستې ده."

يوه بل چارواکي و ډيوه ته وويل، "د سمندري ځواکونو هوايي اډه په هوايي ډګر کې دننه جوړه شوې، خو ډېره لرې ده او بريد کوونکي ترې ډېر لرې دي، دلته د پاک بحريه، فرنټير کور او پوليس موقعې ته رسيدلي دي، له بریدګرو سره جګړه روانه ده."

ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي مجيد بريګېډ د برید ذمه واري منلې ده.

دا په بلوچستان کې په تيره يوه اونۍ کې دویم لوی برید دی.

تر دې وړاندې د مارچ پر شلمه د مکران ډویژن په گوادر ضلع کې د ګوادر پورټ اتھارټي د استوګنې په کمپلیکس د BLA حمله شوې وه، چې په ترڅ کې يې دوه عسکر وژل شوي او ځينې ټپي شوي او د چارواکو په وينا په ځوابي ډزو کې يې اته وسلوال بريدګر وژلي وو.

د ياد بريد ذمه واري هم د بي ايل اې تنظيم مجيد بريګېډ نومي ډلې منلې وه.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG