لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ویلي، د پاکستان اؤ ایران د ګیس پایپ لاین د منصوبې ملاتړ نه کوي


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متهیو میلر په ورځني بریفنګ کې د امریکا دا دریځ یو ځل بیا تکرار کړی چې امریکا د پاکستان-ایران د پایپ لاین پروژې ملاتړ نه کوي.

هغه ویلي چې د پاکستان د انرژۍ اړتیاؤ کې مرسته د امریکا لومړیتوب دی.

ویاند دا هم وویل چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر (ډونالډ لو) تیره اونۍ څرګنده کړه چې موږ به د دې پایپ لاین ملاتړ ونه کړو.

تر دې مخکې د نهې په ورځ د پاکستان د پټرولیم وزیر ډاکټر مصدق ملک ویلي وو چې موږ به د امریکا له بندیزونو څخه د معافیت غوښتنه وکړو ځکه چې پاکستان د ګازو د پایپ لاین په پروژه کې د بندیزونو توان نه لري.

ښاغلي مصدق ملک کې له خبريالانو سره په غير رسمي خبرو کې ويلي حکومت به د لابينګ په شمول په اړوندو فورمونو کې په فني، سياسي او اقتصادي بنيادونو د استثنا یا معافيت هڅه کوي.

هغه همداراز هیله څرګنده کړې وه چې له ایران سره د شوې هوکړې له مخې به ډېر زر د دغې پروژې د جوړولو چارې پیل شي.

په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتهیو مېلر د امریکا غږ د اردو څانګې د خبریالې ارم عباسي دې پوښتنې ته په لیکلې بڼه ځواب ورکړی دی چې که پاکستان دغه پروژه پرمخ وړي، نو د پاکستان او امریکا پر اړیکو به څه اغېز وکړي؟

میتهیو مېلر خپل ځواب کې ویلي څنګه چې زه دلته هیڅکله نه کوم، یعنې زه د کوم ممکنه بندیز ارزونه یا د بندیزونو په اړه په کومه کارروایۍ خبره نه کوم .

خو ویاند ویلي "موږ هر چاته مشوره ورکوؤ چې ایران سره په کاروبار کولو هغوي زمونږ د بندیزونو په ساحه کې د راتلو خطره په سر اخستی شي ځکه نو موږ به هر چاته په ډیر احتیاط سره د غور کولو مشوره ورکړو"

په خپل لیکلي ځواب کې هغه دا هم ویلي چې مونږ په پاکستان کې د قابو څلور زره میګاواټه د پاکې انرژۍ د صلاحیت د زیاتولو ملاتړ کړی دی.

میهتیو مېلر وویل "زموږ پروژو په ډراماتیک ډول د هیواد د بریښنا صلاحیت لوړ کړی او نن ورځ هغه د ملیونونو پاکستانیانو کورونو ته بریښنا ورکوي."

متیهو مېلر ویلي "امریکا د پاکستان د زرغون ایتلاف یا ګرین ایلاینس له لارې د ماحولیاتي چیلنجونو د مقابلې لپاره په ګډه کار کوي، په ځانګړي ډول د اوبو د انتظام، د ماحول دوست زراعت اؤ نوښت د جوګه انرژۍ په څانګو کې"

میتیو میلر وویل، "موږ د پاکستان له حکومت سره د ګازو د پایپ لاین د پروژو او د انرژۍ د رسولو په اړه خبرو ته دوام ورکوو، خو موږ به د دغو ډیپلوماتیکو بحثونو په تفصیلاتو تبصره ونه کړو."

څېړونکي وایي پاکستان له امریکا څخه په دې معامله استثنا غوښتی شي خو په موجوده صورتحال کې ددې خبرې امکانات ډیر کم دي چې پاکستان ته به دغه معافیت ورکړل شي.

څېړونکي فرحان بخاري وي او ای اردو ته ویلي چې "حکومت وړاندې نه په دې معامله کې ډیر د ځنډ ښکار شوی دی، د حکومت هیلې پخپل ځای خو زه نه وینم چې دې لړ کې به زیاته کامیابي ترلاسه شي"

هغه وایي له یوې اوږدې مودې راهسې په دې اړه خبرې کیږي خو د حکومت له لوري هیڅ درخواست نه دی وړاندې کړل شوی.

د نوموړي په خبره، پر دې سربېره د پاکستان پوزیشن په موجوده حالاتو کې زیات کمزوری دی، پاکستان د پخواني صدر مشرف د واکنۍ په دوره کې په دې پوزیشن کې ؤ چې خپله خبره یې نورو منلی شوه خو اوس یې پوزیشن ډیر زیات کمزوری شوی دی.

د ايل پي جي ډسټري بیويشن ايسوسي ايشن مشر عرفان کھوکھر ويلي دي چې د پاک - ايران ګيس پائپ لاین منصوبه د پاکستان لپاره ډير اهميت لري .

نوموړي وایس اف امریکه سره خبرو کې ویلي چې د دې پروژې تر بشپړیدو پورې په پاکستان کې د ارزانه ګاز یا ارزانه بریښنا خوب نه شي پوره کیدای.

د هغه په خبره، د پاکستان حکومت بايد زر تر زره په نړيواله کچه له خپل نفوذ څخه کار واخلي او پاکستان ته د دې معافيت د ترلاسه کولو اؤ د دې پروژې د بشپړولو زمينه برابره کړي.

د څېړونکو وینا ده چې د پاک - ایران ګیس پایپ لاین په پروژه کې پاکستان د دوه ګوني مشکل سره مخ دی ولي چې که ایران په دې معامله منځکړتوب ته راوړاندې کیږي نو په هغه صورت کې پاکستان باندې جرمانه لګیدلی شي.

د ایران له لوري د جرمانې نه د بچ کیدو په خاطر نګران حکومت تېره میاشت د158 ملین ډالر په اندازې سره د ایران د پولې نه ګوادر پورې د غځېدلي ګیس پایپ لاین د 80 کلو میټره برخې د جوړولو پرېکړه کړې ده.

(د وي او ای اردو په مننه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG