لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکی: د هغې کمپنۍ اجازت نامه منسوخ کړی شوي چې په بس کې یې 41 کسان مړه شوي دي


دټریفکي پېښو پر وخت دمرستندويه ادارې " مېډیکل ایمرجنسي ریسپانس سېنټر یا ایم اي ار سي 1122" رپورټ دی چې په بلوچستان کې د جنورۍ 2023 په وروستۍ اوونۍ کې په 153 ټرافيکي پېښو کې  203 تنه ټپیان شوي او تر 54 تنه مړه شوي
دټریفکي پېښو پر وخت دمرستندويه ادارې " مېډیکل ایمرجنسي ریسپانس سېنټر یا ایم اي ار سي 1122" رپورټ دی چې په بلوچستان کې د جنورۍ 2023 په وروستۍ اوونۍ کې په 153 ټرافيکي پېښو کې  203 تنه ټپیان شوي او تر 54 تنه مړه شوي

د بلوچستان حکومت یو لوړ رتبه چارواکي ویلي چې د هغې کمپنۍ اجازت نامه یې منسوخ کړ چې د اتوار، يکشنبې، په ورځ یې بس په لسبېله سیمه کې تر پله د لوېدو او په بس د اور لګېدلو له امله 41 کسان مړه شوي دي. په بس کې 44 کسان سواره وو.

د بلوچستان چيف سېکرېټري عبدالعزيز عقيلي د بس ډرایور چې په حادثه کې مړ شوی او د کمپنۍ د حادثې ذمه وار بللي او ویلي یې دې د دواړو په ضد مقدمه درج کړی شوې ده.

ښاغلي عقیلي وویل چې د بس سروس پرمټ يا اجازت نامه يې ختمه کړې ده.

د پوليسو په وينا په لسبیله سیمه کې له پله ولویدلو او اوور واخیستلو چې پکې د ماشومانو او زنانو په ګډون 41 مسافر په پوره توګه وسوځېدل او دوه نور ژوبل شوي دي۔

د طبي امداد ادارې ايدهي مشر سعد ايدهي رسنيو ته ويلي د مړو سوځېدلي جسدونه يې له جناح روغتون څخه ايدهي مرکز ته وړي او هلته يې د هغوی خپلوان هم ورغوښتي۔

هغه وویل د مړو شناخت به د ډي اين په زریعه کولی شي او و وفات شویو کسانو د خپلوانو وينه له يو بل سره ګوري.

سعد ايدهي وویل د دریو کسانو مړي شناخت شوي او خپلوانو ته یې حواله کړي دي.

د ایدهي ترمخه د 38 مړو شناخت لا هم ندی شوی او د شناخت عمل به یې يوه اونۍ وخت واخلي-

د پوليسو په وينا په بس کې مړه شوي زياتره کسان د کوټې او شاوخوا سيمو وو.

د کوټې کراچۍ پر لويه په خاصه د لسبلې په حدود کې تر دې وړاندې هم وړاندي هم د ټرېفېک لوی حادثې شوي دي.

په مارچ 2014 کې د کوټې کراچۍ په لويه لار د لسبېلې په ګډاني سيمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې 38 تنه مړه شوي او 15 ټپيان شوي وو۔

هم داسې په پر 21م جنوري 2019 کې د کراچۍ او پنجګور پر لویه لار په بله ترافيکې پېښه کې 28 تنه مړه شوي و۔

له يادې پېښې وروستو په 2019 کې د هغه وخت د قلات ډيويژن کمينشر بشير احمد بنګلزی په مشرۍ کې د ترافيکي پېښو د لاملونه د معلومولو او مخ نيوي په موخه یو تحقياتي کمېټۍ جوړه شوې وه-

د دې کمېټۍ په رپورټ کې ليکل شوي چې د کوټې کراچۍ پر لويه لاره په يوه ورځ کې تر 8000 پورې لوی موټران تېرېږي چې پکې تر دوه زره زیات ټرکونه او 1100 څخه زيات مسافر بسونه شامله دي۔

رپورټ کې ليکل شوي چې د سړکونو خراب وضيعت، ناسم جوړښت، د پوهاوي يا خبرتيا د نېشت والی، ترافيکي اصول نه عملي کېدل، د بسونو په زيات رفتار تګ، په مسافر بسونو کې ډېزل او پټرول کاچاک کول، د مسافر بسونو ناسم حالت، د ډرايورانو لا پرواهي او غفلت او داسې نور هغه څه دي چې له امله يې مرګونې ترافيکي پېښې رامنځ ته کېږي۔

د بلوچستان چيف سېکرېټري عبدالعزير عقيلي وايي هغه وخت د حکومت له لوري په جاري کړل شوي هداياتو او سپارښتنو له څلور کاله تېرېدو پس هم عمل ندی شوی، ځکه هم داسې پېښې را منځ ته کېږي-

دهغه په خبره دوه کاله مخکې يې په ټولو مسافر بسونو کې ټريکرز لګولي وو چې دوی زيات وخت رفتار سره ولاړ نه شي خو له يوه کال پس يې د کمپنيو غير زمه واري او د مقرره فيس د نه ادا کولولو له امله ټريکر سسټم غېر فعاله شوی-

دټریفکي پېښو پر وخت دمرستندويه ادارې " مېډیکل ایمرجنسي ریسپانس سېنټر یا ایم اي ار سي 1122" رپورټ دی چې په بلوچستان کې د جنورۍ 2023 په وروستۍ اوونۍ کې په 153 ټرافيکي پېښو کې 203 تنه ټپیان شوي او تر 54 تنه مړه شوي-

روپورټ وايي له اکتوبر 2019 څخه تر جنورۍ 2022 پورې 18140 بېلا بېلو ترافيکي پېښو کې 441 تنه مړه شوي دي-

د ایم اي آر سي 1122 رپورټ زياتوي په 2022 م کال کې په بلوجستان کې 8880 بېلا بېلې ټرافيکي پېښو کې د ماشومانو او زنانو و په ګډون 265 تنه مړه شوي او 23805 تنه ټپيان شوي وو۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG