لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر باییډن: د ایران له برید وروسته مې نیتن یاهو سره خبرې کړي اؤ د کوټلې مرستې باور مې ورکړی


د ایران له لوري په اسرایل د شوي برید نه وروسته د امریکې صدر جوباییډن ویلي داسرایل وزیراعظم نیتن یاهو سره یې اړیکه نیولې اؤ هغه ته یې د امریکې د اسرایل دمرستې په اړه د امریکې د فولادي عزم باور ورکړی دی.

پخپل یو بیان کې صدر باییډن ویلي امریکايي پوځ اؤ سیمې ته د امریکې له لوري له وړاندې څخه لېږل شوؤ مهماتو د اسرایل په لوري د داغل شوؤ ټولو ډرونز اؤ میزایلو په راغورځولو کې مرسته کړې ده.

صدر جوباییډن پخپل بیان کې ویلي چې ایران اؤ د هغوي پراکسیو یا جګړه کوونکو چې د سوریې،یمن اؤ عراق نه بهر کار کوي ، په اسرایل کې په پوځي تنصیباتو یوه غیر معمولي هوایي حمله کړې ده اؤ زه په سختو ټکو کې ددې حملې غندنه کووم.

د باییډن په بیان کې ویل شوي چې د هغه په وینا د اسرایل د دفاع اؤ مرستې لپاره تېره اوونۍ امریکایي پوځ هوایي جهازونه اؤ د بیلسټک میزایلو دفاعي ویجاوړونکی نظام سیمې ته لېږي وؤ اؤ ددغو پوځیانو اؤ مهماتو د غیر معمولي مهارت له لارې مونږ د اسرایل په لوري د توغول شوؤ قابو ټولو ډرونز اؤ میرایلو په رانسکورولو کې مرسته کړې ده.

هغه ویلي "ما همدا اوس د وزیراعظم نیتن یاهو سره خبرې وکړې تر څو د اسرایل د سلامتۍ لپاره د امریکې د فولادي عزم پخلی وشي ، ما هغه وویل چې اسرایل د درنو بریدونو خلاف د خپلې دفاع اؤ دغه برید ته د ماتې ورکولو غوره مظاهره کړې ده اؤ خپلو دښمنانو ته یې دا واضحه پېغم لېږلی چې هغوي په موثره توګه د اسرایل سلامتۍ ته خطرې نه شي راولاړولی"

هغه ویلي سبا ( دوشنبه ) به خپل د جي ۷ ملګري مشران راغواړي تر څو د ایران د برید په اړه ګډ سفارتي غبرګون مربوط کړل شي. "زما ډله به په ټوله سیمه کې د خپلو هم منصبانو سره خبرې کوي اؤ مونږ به د اسرایلي مشرانو سره په جوخته رابطه کې پاتې شو"

صدر باییډن ویلي مونږ به خپلې مخې ته د پرتو ګواښونو په وړاندې بېدار ولاړ یو اؤ دخپلو خلکو د حفاظت لپاره به د هیڅ رقم اقدام نه ډډه نه کوؤ. تر دې وړاندې د اسرایل پوځ ویلي ایران په اسرایل تر 100 زیات د ډرون بریدونه کړي خو ویلي یې دي چې اسرایل د فضایي دفاع ځواب ورکولو ته چمتو دی.

اسرایلي پوځ د ایران له لوري د بیلسټک میزایلو د داغل کېدو په اړه څه نه دي ویلي کوم چې په اسانۍ سره نه شي راغورځول کیدای خو ایران بیا ویلي چې په بیلسټک میزایل یې هم ددې برید برخه وه.

د رایټرز خبري شبکې له مخې د اسرایل چینل ۱۲ ویلي چې د ایران ځېنې توغندي د سوریې یا د اردن څخه د تېریدو په مهال رانسکور کړی شوي دي.

د ایران سرکاري ټي وي د اتوار په شپه ناوخته ویلي چې پوځونو یې د ایران د خاورې نه د اسرایل خلاف په لسګونو ډرون خوشې کړي دي.

د ایران په سرکاري ټي وي د ایراني چارواکو له خولې ویل شوي چې دا حمله د اسرایل لخوا د شوې حملې غچ یا بدله ده چې د اپریل په وړومبۍ نېټه شوې دغه حمله کې په دمشق کې یو شمیر لوړ پوړي ایراني پوځي کمانډران وژل شوي وؤ.

ای پي خبري شبکې پخپل رپورټ کې ویلي چې ایران یو داسې انتقامي مشن کې چې هیڅ بدیل یې نه لیدل کیږي، د خالي په شپه د اسرایل لوري ته په لسګونو ډرونز اؤ بیلسټک میزایل داغلي دي چې دې منځنی ختیځ یوې ممکنه سیمه ییرې جګړې ته نزدې دیکه کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG