لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور برید کې وژل شوي دوه دوستان افتخار علي او ابن يامين چې د وړوکوالي نه تر قبره یې ملګرتیا وپاله 


دافتحار علي په خوا کې دا بل قبر د ابن يامين دی، دواړه د ماشوم والي ملګري وو، سکول او کالج کې يې يو ځاي زده کړي وې او بیا پوليس کې بهرتي شوي وو
دافتحار علي په خوا کې دا بل قبر د ابن يامين دی، دواړه د ماشوم والي ملګري وو، سکول او کالج کې يې يو ځاي زده کړي وې او بیا پوليس کې بهرتي شوي وو

د پېښور پوليس لاين چاودنه کې دوه ملګري افتخار علي او ابن يامين هم وژل شوي دي،د دواړو کونډې ښځې او يتيمان بچي پاتې شوي دي، خپلوان او ملګرې يې عمژن دي او د ترهګرۍ د زياتيدونکو پېښو غندنه کوي.

دنهې په ورځ بهار علي خپل کشر رور افتخار علي خاورو ته وسپارلو، رور يې د ګل په ورځ د پوليس لاين جومات ځانمرګي بريد کې وژل شوی ؤ،هغه وايي کور کې یې پلار، خوېندې او نور ورونه د افتخار غم بې حاله کړي دي.

بهار علي وايي رور نه يې دوه يتيمانې لوڼه او کونډه ښځه پاتې شوه.

"د رور غم هم ډير دروند دی، پاتې بچو او کونډې ښځې ته یې فکر اخستي يو، بس د خدايې د پاره دې چارواکي نور د دې بدامنۍ مخه ونيسي."

دافتحار علي په خوا کې دا بل قبر د ابن يامين دی، دواړه د ماشوم والي ملګري وو، سکول او کالج کې يې يو ځاي زده کړي وې او بیا پوليس کې بهرتي شوي وو.

دواړه په یوه ورځ،په يو ځاي ووژلی شول يو ځاي يې جنازې وشوې او قبرونه يې هم په يو ځاي کې جوړ شول۔

اين ياامين نه هم کونډه ښځه او دوه يتيمان بچي پاتې شول۔

د دواړو شريک ملګرې حسن خان وايي د ځوانانو د بارودو نه زياتوو شوو وژنو نه تنګ راغلي دي۔

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "ډير ښائسته ځوانان وو، په بارودو باندې ووژلی شول، مونږ داسې وژنې نور نه شو برداشت کولی"

د پوليس لاين چاودنه کې د وژل شوو پوليس اهکارو زياته شمېره د چارسدې او د لکي مروت د پوليس اهلکارو ده، د نورو ضلعو اهکار هم پکې شامل دي،

ټولنيز فعال محمد طاهر وايي په خېبر پښتونخوا کې بدامني يو ځل بيا زیاته شوې ده، اوس يو ځل بيا د تېرو وختونو په څېر د روزانه په بنياد د ترهګرۍ په پېښو کې وژنې کيږي۔

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "دغه ځايې کې نهه، لس چېک پوسټونه دې، هغې ته څنګه ځانمرګي بريد کوونکی راغلو، نن زمونږ کلي ته درې جنازې راغلې، دټولې علاقې مېندې خوېندې په ژړا سر دي"

د پوليس لاين په ځانمرګي بريد کې زياتره تنان نن دنهې په ورځ خاورو ته وسپارل شول۔

دګل یا دوشنبې په ورځ دپېښور دپولیسو دمرکز په جومات کې دننه شوي یو ځانمرګي برید کې د نګران وزیراعلا اعظم خان په وېنا 95 کسان وژل شوي اؤ 221 نور کسان زخمیان شوي او په روغتون کې دعلاج لاندې دي.

تحريک طالبان پاکستان ددې برید سره لاتعلقي ښودلې ده خو د سربه کهېف مومند په نوم یو تن چې ځان د ټي ټي پي د يو کمانډر په څېر معرفي کوي، د دې بريد زمه واري منلې او ويلي یې دي چې د عمر خالد خراساني د وژنې په بدل کې پاکستاني طالبانو دا ځانمرګي بريد کړی او ددغې بدل اخستو په ترڅ کې يې په خېبر، بلوچستان او اسلام اباد کې درې ځانمرګي بريدونه وړاندې هم کړي دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG