لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرې تر ټولو ښکته کچې 6.1 اربو ډالرو ته راکوزې شوې دي


د پاکستان د زر مبادلې په ذخیره کې دا تازه کمی په داسې حال کې راغلی چې نړيوالې د رېټنګ اېجنسۍ اېس اېنډ پي هم د پاکستان رېټنګ د منفي څخه هم لاندې غورځولی دی او راپورونه وايي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره په خبرو کې پرمختګ نه کېږي
د پاکستان د زر مبادلې په ذخیره کې دا تازه کمی په داسې حال کې راغلی چې نړيوالې د رېټنګ اېجنسۍ اېس اېنډ پي هم د پاکستان رېټنګ د منفي څخه هم لاندې غورځولی دی او راپورونه وايي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره په خبرو کې پرمختګ نه کېږي

د پاکستان د مرکزي بینک سره د غېر ملکي زر مبادلې په ذخیره کې د کمي رجحان لا هم دوامداره دی او په دې کې د روانې دسمبر مياشتې په 16مه نېټه نور 58 کروړه او 40 لکه ډالره کمی راغلی او دا حجم 6.1 اربو ډالرو ته ښکته شوی چې په تېرو اتوؤ کلونو کې تر ټولو تيټه کچه ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان دا د وړاندې څخه خراب اقتصاد لپاره بدې نخښې نخښانې ګرځوي او ترڅو چې حکومت په بینک او پرانستي مارکيټ کې د ډالر د بېلابېلو نرخونو مخه نه وي نېولې نو په ترسيلات زر کې به هم دکمي رجحان روان وي.

د پاکستان د زر مبادلې په ذخیره کې دا تازه کمی په داسې حال کې راغلی چې نړيوالې د رېټنګ اېجنسۍ اېس اېنډ پي هم د پاکستان رېټنګ د منفي څخه هم لاندې غورځولی دی او راپورونه وايي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره په خبرو کې پرمختګ نه کېږي.

د رېټنګ نړيوالې اېجنسۍ اېس اېڼد پي هم وېلي چي د پاکستان د زر مبادلې په ذخیره به دباو برقرار وي.

د پاکستان د مرکزي بینک لخوا جاري کړی شوؤ تازه شمېرو کې ویل شوي چې د هېواد د زر مبادلې ذخیرې د 6.1 اربو ډالرو کچې ته رسېدلې ده چې د کال 2014 اپریل مياشتې وروسته تر ټولو ټيټه کچه ده.

ښکاره دې وي چې دا وخت د پاکستان روپۍ هم د ډالر په مقابله کې د فشار لاندې ده او ورځ تر بلې خپل قدر بېلي.

راپورونه وايي چې د هېواد د محصولاتو مرکزي بورډ هم د دسمبر په میاشت کې د محصولاتو راغونډولو کې د کمي سره مخ دی او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره هم خبرو کې پرمختګ نه کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه سره خبرو کې د هېواد په اقتصادي وضعیت د فکر مندې څرګندونه کوي او وايي له بده مرغه حکومت هغه ګامونه نه اخلي چې اقتصاد د اوسني بد حالت څخه وباسي.

هغه وايي چې که يو خوا د ايي اېم اېف سره خبرو کې پرمختګ نه کېږي نو بلخوا په ترسيلات زر کې هم تېره میاشت 14 فيصدي کمی راغلی دی.

د نوموړي په وینا تر څو چې په بینک او پرانستي مارکيټ کې د ډالر د بېلابېلو نرخونو ترمنځ فرق نه وي ختم شوی نو په بهرنیو هېوادونو کې مېشته پاکستاني کار کوونکي به ډالرې د حوالې او هنډې په لاره استوي.

هغه وايي باید چې حکومت د مارکیټ په خوښه د اېکسچېنج رېټ پاليسي خپله کړي او زياتوي بله دا چې حکومت له پکار دي چې د ايي اېم اېف سره زر تر زره خبرې مکمل کړي ګني حالات به نور هم خراب شي.

د تېر يو کال په مهال د مرکزي بینک سره د زر مبادلې په ذخیره کې د 11.6 ارب ډالرو کمی راغلی دی.

کال 2021م دسمبر کې د مرکزى بینک سره د غېر ملکي زر مبادلې ذخیرې 17.7 اربه ډالره وو چې اوس 6.1 اربو ډالرو ته غورځېدلي.

د اقتصادي چارو کارپوهه شهريار بټ ډيوه ته وايي هره ورځ د پاکستان په اقتصادي مشکلاتو کې اضافه کېږي.

"زمونږ د زر مبادلې ذخائر نور غورځېدلي دي او دا دخطر علامې دي. او زه باور لرم چې د پاکستان په سر د اقتصادي سقوط خطره اوس هم ګرځي"

ښاغلی بټ وايي ددې خطر د مخنیوي لپاره به حکومت ته د بهر څخه ډالرې راوړل وي او ډالرې نه راځي.

دنوموړي په وینا نه خو د پاکستان د دوستو هېوادونو د فنډ ورکولو ژمنې رښتيا شوې او نه نړیوالې مالياتي ادارې پاکستان ته نهم قسط ورکړی دی.

"کيدای شي د ايي اېم اېف سره معاملات دجنورۍ میاشت ته ورسي او ترهغې به د رېټنګ نړيوالې اېجنسۍ د پاکستان رېټنګ لاندې بوځي"

د پاکستان د خزانې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل او نورو اقتصاد پوهانو هم په دې وروستیو کې وېره ښودلې وه چې تر څو د ايي اېم اېف پروګرام بحال نه شي نو تر هغې به د پاکستان اقتصاد د سقوط د خطر سره مخامخ وي.

پاکستان کال 2019 م کې د نړيوالې مالياتي ادارې سره د 6 اربو ډالرو د قرض پروګرام لاسلیک کړې و چې سږکال یې دغه حجم 7 ارب ډالرو ته وغځولو خو د لا هم اي اېم اېف پاکستان د 1.1 ارب ډالره قسط نه دې ورکړې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG