لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم په پوله د پاکستاني ادارو اېف سي او اېف آی اې غړو يو بل ولې ډبولي؟


Torkham gate
Torkham gate

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د پاکستاني ادارو اېف سي (ملېشې ځواک) او اېف آی اې (مرکزي تحقيقاتي ‏ادارې) کارمندانو يو بل وهلی ټکولی، د رپورټونو ترمخه د ‏‎13‎‏ پورې غړي پکې ژوبل شوي، او د تورخم پوله د څو ساعتونو دپاره تړل کېدو وروسته بيا ‏پرانستل شوې وه.‏

په ټولنيزو رسنيو د يادې پېښې ويډيوز خپرې شوي چې پکې ليدل کيږي کسان يو بل وهي ټکوي.‏ په پوله موجود د اېف آی اې يو چارواکي د نوم ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته ویلي، د اېف آی اې او اېف سي کار مندانو ترمنځ نښته په کار کې د ‏مداخلت په سر شوې ده.‏ هغه ويلي، "اېف سي والو د اېف آی اې په کار کې مداخلت کولو، ځکه یې ترمنځ نښته شوې ده".

د رپورټونو ترمخه اېف سي د نښتې په اړه ویلي، "د اېف آی اې او اېف سي د کارمندانو ترمنځ نښته د ګڼې کمولو په سر شوې ده. بيا د دواړو ادارو چارواکو ‏معامله هواره کړې ده".‏

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي، "د پاکستاني لوري د خپلمنځي شخړې له امله د تورخم دروازه د د درې ساعته ځنډ ‏وروسته پرانستل شوې وه".‏

پاکستاني خبريال حامد مير په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې ویلي، ‏ "په رشوت کې برخه ولې نه راکوئ؟ د روژې په میاشت کې په تورخم پوله اېف آي اې او اېف سي والا په خپل مينځ کې په جګړه شوي ځکه امېګرېشن ته ‏برخه نه ورکوي، د فارم ‏‎47‎‏ په ګټه د د دروغو رښتياو خبرو او مختلفو سياستوالو بيانونو د بډو خورو په لړۍ کې نوره اضافه کړې ده".‏

په پوله د پېسو اخستو خبره يو بل خبريال افتخار فردوس هم کړې ده.‏ هغه ويلي، " ‏‎14‎‏ ادارې په پوله په ځای کړل شوي دي دوی په يو بل نظر ساتي چې څوک څومره پېسې اخلي، بيا په يو بل د پېسو اخستو تورونه هم لګوي".‏

په کال 2016م کې هم په بلوچستان کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د تګ راتګ په لارو باندې د قاچاق او بډو رشوتونو په سر د پاکستان د پوځ شپږ ‏لوړ پوړي افسران د دندو څخه لرې کړل شوي وو.‏ د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خبر کې ويل شوي وو، د پاکستان د پوځ د پخواني مشر جنرل راحيل شريف په وخت کې يو لفټننټ جنرل، مېجر جنرل، درې ‏بريګيډيران او يو کرنل په بډو رشوتونو او قاچاق کې ککړ معلوم شوي وو.‏

د دندو څخه په لرې کړل شوو کې د دوو لوړ پوړو افسرانو پېژندګلو د لفټننټ جنرل عبېدالله خان خټک او مېجر جنرل اعجاز شاهد په نومونو شوې او دوی ‏د افغانستان سره په پوله بلوچستان صوبه کې د فرنټير کارپس (اېف سي) مشران پاتې شوي وو. ‏

په خبر کې د يو چارواکي له قوله ویل شوي چې جنرل شاهد د کسټم د ډيوټۍ ورکولو بغېر يو سپورټس موټر په قبضه کې اخستی وو. بيا يو کرنل او مېجر د ‏ګاډي په پېښه کې هغه وخت مړه شوي چې د جنرل په خواست یې اخستی ګاډی په ټکر کړی وو چا چې د پېښې پټولو هڅه کوله. ‏ د کرنل ښځې بيا د پوځ مشر ته خط ليکلی، چا چې په بلوچستان صوبه کې د پوځي اهلکارو د غبن يا بډو رشوتونو د ښکاره کولو د پلټنو حکم کړی وو.‏

د خېبرپښتونخوا د تورخم او بلوچستان د چمن پولې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر ډول تګ راتګ دپاره غټې لارې دي، چې پېدل پرې خلک اوړي ‏راوړي او د سوداګريزو ګاډو تګ راتګ پرې هم کيږي. ‏په يادو پولو د پېسو په سر د قاچاق تورونه هم لګول کيږي.‏ په پوله اکثره پاکستان ته راتلونکي افغانان تور لګوي چې د دوی سره پاکستان ته د راتګ ټول قانوني اسناد وي خو بيا ترې هم په پوله پېسې غوښتل ‏کيږي.‏

افغان خبريال سميع يوسفزي په اېکس پوسټ کې ويلي، ‏ "د تورخم په پوله د پاکستان اېف سي او اېف آی اې په خپل مينځ کې په جګړه شوي چې افغانان به څنګه لوټو. په خدای قسم، د دې پورې چې پاکستاني ‏ويزه لرونکي هم د اېف سي، اېف آي اې او اېن اېل سي لخوا د پېسو نه ورکولو په سر تنګول کيږي او افغانانو ته په دروازه د اورېدو اجازت نه ورکوي".‏

پاکستانۍ خبريالې غريده فاروقي په اېکس ويلي، ‏‏"د تورخم په پوله د اېف آی اې او اېف سي د اهلکارو ترمنځ خبرې اړول شوي او يو بل زخمي کړی، لوړ پوړو چارواکو سمدست د پېښې خبر اخستی او هواره ‏کړې یې ده. د پېښې په شا اصل خبره دا يقيني کول وو چې څوک ترهګر او يا غېرقانونه تن په پوله را داخل نه شي". ‏


پاکستاني چارواکو د تورخم په پوله د پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG