لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرسمس په پېغام کې پوپ فرانسس وايي روحاني رڼا د نړۍ د تیارو نه طاقتوره ده


پوپ فرانسس
پوپ فرانسس

د کرسمس په مناسبت سره نن د عيسايي مذهب روحاني مشر پوپ فرانسس د سېنټ پيټر بېسه ليکا نه د کرسمس روايتي وېنا وکړه او ویې ويل د نړۍ په اکثرو برخو کې د اقتصادي، جعرافيايي، سياسي او ماحولياتي کشالو دلاسه تورې تیارې خوري دي خو وايې روحاني رڼا د دې تيرو نه ډېره زياته ده.

پوپ فرانس په منځني ختیځ کې په جګړو او کشالو کې ښکېل ماشومان پخپله دعا کې ياد کړل او د شام، لبنان او عراق ذکر يې وکړو.

نوموړي پخپله دعا کې د افرېقې د سياسي او ټولنيزو شخړو د هواري لپاره هم خصوصي دعا وکړه د چرته نه چې اکثره خلک په خپلو کورونو پرېښودلو مجبوره کېږي.

پوپ فرانسس ووېل، "دا انصاف نه دی چې د افرېقې وګړي په صحراګانو کې مزلونه کوي په سمندرونو پوريوزي چې اکثر پکې ژوند وبايلي، دا انصاف نه دی چې هغوي سره په ځندانونو کې زور زياتي کېږي او غلامان ترې جوړول کېږي، دا انصاف نه دی چې هغوي د داسې ځايې نه په تللو مجبوره کړل شي چرته چې هغوي د عزت سره د ژوند تېرولو هيلې لري".

پوپ فرانسس پخپله وېنا کې د وېنزوېلا او يوکرېن د خلکو يادوونه وکړه چرته چې د سياسي او ټولنيزو کشالو د لاسه خلک د ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د خپلې وېنا په آخېر کې خلکو ته ډاډ ورکړو او ویې وېل "الله ډېر لوي دی او هغه به ستاسو ټولې غلطيانې وبخښي. "ستاسو نظريي غلطې کېدلی شي، تاسو نه به ډیر کارونه وران شوي وي خوستاسو خالق ستاسو سره بيا هم ډېره مينه کوي."

پوپ فرانسس به يو وارې بيا د راتلونکې زيارت او اتوار په ورځو هم اولس ته مخامخ کېږي او د دسمبر په 31 مه نېټه به د دې کال په تېرېدو د شکريې پېغام ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG