لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوپ فرانسس: عیسايي پادریانو په ځېنېو حالاتو کې جنسي غلامانې ساتلې وې


په منځني ختیځ کې د امن د پرمختگ په خاطر پوپ فرانسس د متحده عرب اماراتو تاریخي دروه وکړه. هغه وویل هېڅ مذهبي دلیل په بل انسان د لاس وچتولو اجازت نه ورکوي
په منځني ختیځ کې د امن د پرمختگ په خاطر پوپ فرانسس د متحده عرب اماراتو تاریخي دروه وکړه. هغه وویل هېڅ مذهبي دلیل په بل انسان د لاس وچتولو اجازت نه ورکوي

د عیسايي مذهب د کېتولک فرقې روحاني مشر پوپ فرانسس دا خبره منلې ده چې په کلیساگانو کې مېرمنې په جنسي توگه زورول کېږي او په ځېنې موقعو خو عیسايي پادریانو مېرمنې د جنسي غلامانو په توگه ساتلې وې.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د متحده عرب اماراتو سفر سر ته د رسولو وروسته پوپ فرانسس خبریالانو ته وویل په کلیساگانو کې مېرمنې د جنسي زور زیاتې نه د محفوظ ساتلو دپاره لا نور کوښښونه پکار دي.

د ابوظهبې نه د بېرته تگ په وخت د پوپ نه د ننز یا د عیسايي مذهبې مېرمنو د جنسي استحصال په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه ومنله چې داسې قسمه پېښې شوې دي "ځما په خیال داسې اوس هم کېږي ځکه چې داسې نه وي چې کله د یوې مسلې نه خبرتیا مسله لمنځه یوسي."

د وېټېکن د مېرمنو مجلې "وېمن چرچ ورلډ" څو ورځې وړاندې په یو رپوټ کې وویل داسې پېښې هم شوې دي چې د جنسي زیاتې ورسته ځینې ننز په دې مجبوره کړی شوې چې خپل حمل ضایع کړي. کېتولېک مسلک تعلیمات د حمل د ضایع کولو اجازت نه کوي.

تیر کال د جنسي تېري خلاف د مېرمنو د "مي ټو" تحریک وروسته د کېتولک گرجې د ننز تنظیم د جنسي زورونې په اړه د خاموشۍ او رازدارۍ دود مات کړو چې ترمخه په کلیساگانو کې د جنسي تېریو په اړه څه نه ویل کېدل.

پوپ فرانسس ومنله چې ځېنې پادریانو مېرمنې د جنسي غلامانو په ډول ساتلې وې. پوپ وویل ځینې پادریان د دغو الزامات په سر گوښه کړی شوې هم دي.

په منځني ختیځ کې د امن د پرمختگ په خاطر پوپ فرانسس د متحده عرب اماراتو تاریخي دروه وکړه. هغه وویل هېڅ مذهبي دلیل په بل انسان د لاس وچتولو اجازت نه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG