لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف د پوځ په مشر د عمران خان تورونه غندلي


شهباز شریف ويلي، "د پوځ خلاف د عمران نيازي بيان د هغه د کم ذهنیت يو بل ثبوت دی دا بيان د نهمې مې د غجمنو پېښو د مشري کوونکي جرم منل دي".
شهباز شریف ويلي، "د پوځ خلاف د عمران نيازي بيان د هغه د کم ذهنیت يو بل ثبوت دی دا بيان د نهمې مې د غجمنو پېښو د مشري کوونکي جرم منل دي".

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د عمران خان لخوا د پوځ په مشر لګول شوي تورونه په کلکه غندلي دي. عمران خان چې په نهمه مې د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې نيول شوی پرون یې په عدالت کې ویلي، "د ټولو پېښو زمه وار د پوځ مشر دی".

شهباز شریف ويلي، "د پوځ خلاف د عمران نيازي بيان د هغه د کم ذهنیت يو بل ثبوت دی دا بيان د نهمې مې د غجمنو پېښو د مشري کوونکي جرم منل دي".

هغه تور لګولی چې "دا هغه ذهنيت دی چا چې په پوځي افسرانو د قتل دروغجن تورونه لګولي، د سايفر او بهرني سازش دروغجنې کيسې یې جوړې کړي".

شهباز شریف ويلي، د عمران خان بيان اعتراف دی چې په نهمه مې څه شوي هغه د عمران نيازي په وینا شوي دي.

په نهمه مې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان د القادر ټرسټ په قضيه کې د احتساب قامي ادارې [نېب] نيولی وو، د عمران خان د نيولو وروسته د ملک په لويو ښارونو کې د تحریک انصاف ګوند غړو احتجاجونه کړي په راولپنډۍ کې په پوځي، مرکز او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، سرکاري ودانیو ته اوورونه اچول شوي، ګاډي مات کړی شوي او د مرګ ژوبلو پېښې هم شوې وې.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي وو پرامنه احتجاجونه يې اييني او قانوني حق دی.

شهباز شریف ویلي، "د پوځ د مشر جنرل عاصم منير نه عمران نيازي ته دغه تکليف دی چې هغه [د پوځ مشر] د ايي اېس ايي مشر وو، د عمران نيازي، د هغه د مېرمن، فرح ګوګي او پي ټي ايي د مشرتابه په بدترينه غبن خبر دی".

عمران خان چې پرون د اسلام اباد هايکورټ کې وو، مطبوعاتو سره په خبرو کې یې تور لګولی چې د هغه نيول او دا هر څه وشو، "د دې ټولو پېښو يو تن زمه وار دی او هغه ارمي چيف دی".

عمران خان دعوه کړې، "هغه [د پوځ مشر] اندېښنه لرله که زه په واک کې راشم هغه به د څوکۍ نه لرې کړم، ما څوک نه لرې کول".

نوموړي زیاته کړې، په ما دوه ځله قاتلانه بریدونه شوي او ما د هغې د پلټنو غوښتنه کړې او هغه رد کړی شوې ده.

د عمران خان د نيولو وروسته په لسمه مې پوځ ويلي وو، "د عمران خان د نيولو وروسته په منظم ډول د پوځ په ودانیو بریدونه شوي او پوځ ضد نعرې وهل شوي دي". پوځ "نهمې مې ته توره ورځ" ویلي او زياته کړې یې وه چې "کوم کار ابدي دښمن په 75 کالو کې نه وو د واک په حوس کې ګېريوې سياسي ډلې وکړو".

د مارچ په مياشت کې وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې هم عمران خان وو په ملک کې فېصلې د پوځ مشر کوي..

عمران خان ويلي وو، "د هغه د نيولو په اړوند چې څه روان دي دا د حکومت د وس خبره نه ده، د دې په شا اسټبلشمنټ دی او د اسټبلشمنټ فېصلې يو فرد کوي او هغه د پوځ مشر دی".

عمران خان له دې وړاندې هم په پوځ دغه ډول تورونه لګولي، پوځ یې رد کړی او د تېرې يوې مودې نه د پاکستان پوځ څو ځله تکرار کړې چې پوځ په سياست کې لاسوهنه نه کوي، پوځ دې د سياست څخه لرې وساتل شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې تېر کال د اپرېل په میاشت کې د واک څخه لرې کړی شوی په پوځ يې تورونه لګول پېل کړي، او په وروستيو کې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په يو افسر جنرل فېصل نصير تور لګولی که هغه له څه وشو زمه وار به یې فېصل نصير وي.

پوځ او حکومت تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.

د عمران خان د نيولو وروسته په روانو حالاتو څيړنه کې د جرنلزم استاز ډاکټر توصيف احمد خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ویلي وو، "زما په خيال د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل سياسي ګوند په احتجاج کې پوځي ودانۍ په نخښه کړي، ښايي عمران خان د دغه لارې پوځ مجبورول غواړي چې مذاکرات ورسره وکړي".

د نوموړي په خبره "په ملک کې په مجموعي ډول د جمهوري نظام دپاره بد وخت دی، په تېرو لسو کلونو کې هر وزيراعظم نيول شوی دی بايد سیاستوال سوچ وکړي او که دغه رنګ د پوځ په لاسو لوبيږي نو دا هايبرډ نظام به هم ختم شي".


د پاکستان د پوځ‌ ترجمان ویلي مارشل لا نه لګول کېږي یعنې پوځ اقتدار نه اخلي او د پوځي افسرانو د استعفاګانو په اړه افواګانې یا ګنګوسې يې رد کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG