لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم مشر په شمالي وزیرستان کې د جينکو په سکولونه د بم حملې غندنه کړې


په شمالي وزیرستان کې په سکولونو تازه حملې په داسې حال کې شوي په افغانستان کې طالبانو حکومت نیولو ورسته د جینکو په تعلیم بندیز لګولی دی
په شمالي وزیرستان کې په سکولونو تازه حملې په داسې حال کې شوي په افغانستان کې طالبانو حکومت نیولو ورسته د جینکو په تعلیم بندیز لګولی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتین د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د جینکو په دوو سکولونو د بم حملې او د تباهۍ غندنه کړې او ويې وېل د سکولونه په وېجاړېدو نه وزیراعظم او نه هم بل کوم سیاسي رهنما افسوس وکړو.

پشتین د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د شمالي وزیرستان سکولونه هم سرکاري ودانۍ وې مګر د وزیراعظم په شمول د یو سیاسي رهنما "زړه هم د وینو په اوښکو و نه ژړېدو" او د هغه په قول نه پې عدالتونو او نه هم ميډیا پې ماتم وکړو.

د پشتین ټويټ ته د حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.

ښکارېده چې په ټويټ کې د پشتین په غیر مستقیم ډول اشاره د پخواي وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د احتجاجونو په مهال په نهمه نېټه په پوځي او سرکاري تنصیباتو حملو ته وه چې په پراخه کچه يې غندنه شوې او حکومت او پوخ ویلي په ککړو کسانو به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کېږي.

په شمالي وزیرستان کې په سکولونو تازه حملې په داسې حال کې شوي په افغانستان کې طالبانو حکومت نیولو ورسته د جینکو په تعلیم بندیز لګولی دی.

د علاقې پولیس او انتظامیې وي او اې ډیوه ته دا پېښه تایید کړه او وې یې ویل دا سکولونه د شمالي وزیرستان میرعلي تحصیل سیمه کې په بمونو سره الوځول شوي دي.

د سکولونو په بمونو الوځولو د پېښو زمه واري د دې رپورټ خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر ریحان ګل خټک دفتر چارواکو وویل د میر علي په حیسو خېل او په موسکي سیمو کې د شپې ناوخته د جینکو په سرکاري سکولونو کې چاودنې شوي دي.

د میر علي پولیس ټانې چارواکي وایي دوی ته مالومه شوې چې نامالومه کسانو په دغو سکولونو کې بارودي مواد ايښودي او الوځولى یې دي.

د دوی په وینا په چاودنو کې د سکولونو ودانيو ته زيان رسيدلى خو د سکولونو د الوځولو په دغه پيښه کې دکومې مرګ ژوبلې اطلاعات نه دي ترلاسه شوي.

د پولیسو وینا مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې یې پېل کړي دي.

له دې وړاندې هم د خېبرپښتونخوا په قبايلي او بندوبستي سيمو کې د تندلارو لخوا په سوونو سکولونه په بمونو الوځول شوي وو.

په دې وروستيو کې د پاکستان پوځ د افغان افغان پولې سره جوختو پرتو سیمو کې په پراخه کڅه عملیات کړي او دغه سیمې یې د ناامنۍ څخه پاکې ګرځولي دي.

خو د دغو دعوو باوجود هم وسله وال په يو شمېر سيمو کې په امنيتي ځواکونه وسله وال بریدونه په دوام داره توګه ترسره کوي.

د علاقې خلک د نا امنۍ په دې تازه پېښو د اندېښنې څرګندونه کوي.

په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوو ضلعو کې چې پخوانۍ فاټا وه د 2020 نه په وړاندې لسيزه کې نزدې 1500 سکولونه د بدامنۍ ښکار شوي زياتره پکې په بمونو الوځول شوي وو او په زرګونو ماشومان د سکولونو نه محرومه کړی شوي وو.

د چارواکو په وينا په يادو سکولونو کې زيات بيرته جوړ کړی شوي او فعال کړی شوي وو.

د امریکې نړيواله مرستندویه ادارې [يو اېس اېډ] تېر کال د نومبر په میاش کې ويلي وو، په خېبرپښتونخوا کې يې د ترهګرۍ او قدرتي افتونو څخه اغېزمن شوي 229 سکولونه جوړ کړي او 1000 نه زيات يې بحال کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG