لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېتنیاهو وایي په رفح به په هرصورت کې ضروري برید کیږي – بلنکن د ډزبندۍ په حواله عرب چارواکو سره کتلي


د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د نهې/سه شنبې په ورځ ژمنه وښوده چې که د حماس سره د ډزبندۍ او یرغمل شوو تنانو د آزادولو په سر کومه لوظنامه وشي او که ونشي، په هر صورت کې به د غزې په جنوبي ښار رفح باندې پوځی برید وکړي.

د نېتنیاهو دفتر په یو بیان کې د هغه له قوله چې د یرغمل شوو تنانو له کورنیو سره یې ملاقات کولو، لیکلي دي: "دا خیال چې مونږ به د خپلو ټولو اهدافو د حاصلولو بغیر دا جنګ اودروو، دا بېخي امکان نلري. مونږ به رفح ته ورننوځو او هلته کې به د حماس جنګي ډلې ختموو او پوره کامیابي به ترلاسه کوو، که یوه معامله وشي او که ونشي."

بنیامین نيتنیاهو دا هم ویلي چې د اسرایلي ځواکونو دپاره دا ضروري ده چې رفح ته ننوځي او حماس ته مکمله ماتې ورکړي. حماس د اکټوبر په ۷مه نېټه په اسرایل ناڅاپي حمله وکړه او په هغه ورځ یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل.

حماس ډلې په هغې حملې کې شاوخوا دوه نیم سوه کسان ځانه سره یرغمل هم یووړل. اوس داسې ګڼل کیږي چې شاوخوا سل تنان لا هم د حماس په قید کې پاته دي.

د روانې جګړې د پیل راهېسي، د غزه پټۍ د نیمایي نه زیاته آبادي رفح ته کوچېدلې چې د غزې او مصر ترمنځ د سرحد په غاړه پروت ښار دی.

وایټ هاوس وایي د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا صدر جو بایډن ژمنه وکړه چې د مصر او قطر سره به په دې کار کوي چې د اسرایل او حماس ترمنځ د یو تجویز شوې ډزبندۍ عملي کېدل یقیني کړي.

بایډن د مصر له صدر عبدالفتاح السیسي او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد آل ثاني سره په ټلیفوني خبرو کې له هغو مشرانو وغوښتل چې په غزه کې د حماس په ولقه کې د پاته یرغملو کسانو د خوشې کولو دپاره دې هر هغه څه وکړي چې په وس او توان کې یې وي.

د وایټ هاوس یو بیان کې ویلي شوي چې غزه کې د فوري ډزبندۍ او د هغه ځای خلکو ته د مرستې د رسېدو په لاره کې یوازېنی خنډ، د پاته یرغمل شوو تنانو نه آزاده کېدل دي.

د حماس چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ په قاهره کې د مصري او قطري استازو سره وکتل چې د ډزبندۍ په وړاندیز خبرې وکړي.

منځني ختیځ ته د بلنکن سفر

د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن یو ځل بیا د منځني ختیځ په دوره تللی دی چې په سعودي عرب، اردن، او اسرایل کې د چارواکو سره وګوري او د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړي.

هغه نن د سعودي عرب نه، د اسرایل بل ګاونډي هېواد اردن ته ورسېد.

بلنکن د ګل/دوشنبې په ورځ سعودي عربستان کې و، او هلته یې وویل چې امید لري حماس د یرغمل شوو تنانو د آزادۍ په بدل کې د ډزبندۍ وړاندیز ومني. هغه د اسرایل دا وړاندیز "غیرمعمول سخاوتمندانه" وبللو.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن او د سعودي عرب خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرحان - ریاض
د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن او د سعودي عرب خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرحان - ریاض

بلنکن د سعودي په پایتخت ریاض کې وویل: "دا شېبه د غزې د خلکو او ډزبندۍ ترمنځ یوازېنی خنډ حماس دی. هغو ته فیصله کول دي، او دوی باید ډېر ژر پرېکړه وکړي. امید لرم چې هغوی سمه فیصله وکړي."

د امریکا خارجه وزیر د اسرایل او عرب ملکونو ترمنځ په تعلقاتو هم خبرې وکړې او ویې ویل، امریکا د سعودي عرب سره د یوې امنیتي لوظنامې حتمي کولو ته نږدې شوی چې که هغه ملک د اسرایل سره روغه وکړي، نو دا لوظنامه به لاسلیک شي.

بلنکن څرګنده کړه چې تېر کال ټاکل شوې وه چې د اکټوبر په لسمه نېټه هغه سعودي عرب او اسرایل ته سفر وکړي او د دوو ملکونو د تعلقاتو په باب پرمختګ وشي، خو د اکټوبر په اوومه چې د حماس حمله وشوه، نو دا لړۍ وځنډېده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG