لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړیوالې ټولنې د مخالفت باوجود طالبان په ښځینه امدادي کارکونکو د خپلې پابندۍ دفاع کوي


طالبانو د واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو د خپلو حقونو د دفاع دپاره په کابل یو ځینو نورو ښارونو کې مظاهرې هم کړي دي
طالبانو د واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو د خپلو حقونو د دفاع دپاره په کابل یو ځینو نورو ښارونو کې مظاهرې هم کړي دي

د نړیوالې ټولنې د مخالفت باوجود طالبان په امدادي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې پابندۍ دفاع کوي او د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي د طالبانو فېصله د شریعت مطابق ده.

ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ د ټېلې فون دلارې وي او ای ته وویل چې د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو د حکومت هغو ښځینه کارکونکو ته په کور د کښېناستو امر وکړو چې د هغه په قول په "غیرضروري" برخو کې یې کار کولو.

هغه وویل طالبان اوس دې نتېجې ته رسېدلي دي چې ښځې په اېن جي اوز (غیر حکومتي اداروې) کې په هغو برخو کې کار نه شي کولی چې د دوی ضرورت پکې نه شته.

طالبانو یوه هفته وړاندې افغان او نړیوالو اېن جي اوز ته امر وکړو چې ښځینه کارکونکي دې معطل کړي. د طالبانو په قول په دغو ادارو کې د حجاب پابندي نه کېږي او مېرمنې په مخلوط ماحول کې کار کوي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د فېصلې غندنه کړې ده او متحده قومونو او یو شمېر نړیوالو امدادي ادارو په افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه ځنډولي دي. متحده قومونو او هغو نورو ادارو چې خپل کار یې ځنډولی ویلي د ښځینه کارکونکو نه بغیر امدادي کارونه نه شي کولی.

ذبیح الله مجاهد وویل د شریعت نافذ کولو سره سم چې څنګه ښځې حکومتي دفترونو ته نشي تللی نو هم دغه شان ښځو دپاره لازمي ده چې اېن جي اوز ته دې نه ځي. هغه زیاته کړه چې حکومتي دفترونه د تېر یو نیم کال راهسې د ښځو نه بغیر هم چلېږي.

د صحت او د ځینو نورو ادارو نه علاوه طالبانو زیاتره ښځینه حکومتي کارکونکي په کور کښېنولي دي. ذبیح الله مجاهد وویل ښځینه حکومتي کارکونکو ته په کور معاشونه (تنخاګانې) ورکول کېږي.

دا هفته طالبانو په ناڅاپه ډول د ښځو د یونېورسټۍ په تعلیم هم پابندي ولګوله او ښځینه زدکونکي یې یونېورسټو ته د تګ نه منع کړې.

د جمعې په ورځ د متحده قومونو د ماهرینو یوې ډلې په امدادي ادارو کې په ښځينه کارکونکو د طالبانو د پابندۍ غندنه وکړه او دا یې د ښځو د حقونو خلاف ورزي وبلله.

دغې ډلې په یو بیان کې وویل چې په ښځو پابندي به نه یوازې دوی د معاش ګټلو او د خپلو ټولنو د ملاتړ نه محرومه کړي بلکې ښځې به د ډولنیز ژوند نه حذف کړي.

افغانستان دپاره د اقوام متحده رابطه کار رمیز البکروف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په ښځینه امدادي کارکونکو د طالبانو د پابندۍ باوجود به متحده قومونه په مېلینونو هغو افغانانو ته امداد رسوي چې مرستو ته ضرورت لري.

البکروف دا خبره ومنله چې د ښځینه کارکونکو نه بغیر د صحت په برخه کې به امدادي کار کول مشکل وي خو ضروري خبره دا ده چې امدادي هلې ځلې دوام ولري.

د اقوام متحده او د نورو امدادي ادارو اندازه ده چې په افغانستان کې 28 مېلین خلک چې د ملک د نیمې نه زیاته ابادي ده او پکې 14 مېلین ماشومان هم شامل دي، بشري امداد ته ضرورت لري، قریباً 97 فیصد افغانان د غربت د کرښې لاندې تللی شي او د پېنځو کلونو نه د کم عم د یو مېلین نه زیات ماشومان د خوراک د کمي سره مخامخ دي.

البکروف وویل د اقوام متحده د بېړني امداد څانګې او د متحده قومونو نور چارواکي به په اینده هفتو کې د افغانستان سفر کوي چې په ښځینه امدادي کارکونو د بندیز د حل راوېستلو دپاره د طالبانو سره خبرې وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات اسلام اباد نه د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG