لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو عیسایي انځورګر د یو مسلمان ترکاڼ د مذهبي روادارۍ قصه په انځورونو کې راوسته


په امریکا کې یو عیسایي انځورګر د یو مسلمان ترکاڼ هغه قصه په انځورونو کې راوستلې ده کوم چې د کېټولیکو عیسایانو مشر، پوپ ته یې په بوسنیا کې کرسۍ جوړه کړې وه.

سټيفن سيليناس يو انځورګر او ليکوال دی او د خپل هنر له لارې د عيسايانو او مسلمانانو تر مينځ د همغږۍ زياتولو لپاره هلې ځلې کوي. په دې اړه په خپل يو کتاب کې هغه د بوسنيایي ترکاڼ، سليم حیدرویچ مثال ورکوي.

سليم حیدرویچ هغه تن دی چا چې د خپل زوی، ايډن سره په ۲۰۱۵م کې د بوسنيا په يو وړوکي ښار ذاويډاويچي کې د عيسائي مذهب تر ټولو لوی پيشوا پوپ فرانسس لپاره کرسي جوړه کړې وه.

سټېفن سیلیناس وي او اې ډيوه ته په دې اړه وویل،"ما په انټرنيټ وليدل چې په بوسنيا کې يو مسلمان ترکاڼ د پوپ فرانسس لپاره کرسۍ جوړه کړې. پوپ ته احترام ورکولو په غرض عموماً کوربه هيواد د هغه لپاره کرسۍ جوړوي. د دغې کرسۍ د جوړولو نه وړاندې د ترکاڼانو تر مينځه تر ټولو ښه ډيزائين لپاره يوه سيالي کیږي او دا سیالي سليم ګټي."

د پوپ د پاره د سلیم ډېزائین کړل شوې کرسۍ
د پوپ د پاره د سلیم ډېزائین کړل شوې کرسۍ

د سيالي ګټلو وروستو د کرسۍ جوړولو کار سليم او د هغه زوی ته وسپارل شوه. په بوسنیا کې مسلمانان د ارتودوکس کيتولیک عیسایانو سره د پخوا راهیسې ګډ ژوند کوي مګر پينځه ويشت کاله مخکې دوی له یو بل سره په جګړه کې شول. د سټيفن سيليناس مطابق د هغه کتاب خلکو ته ښائي څنګه د يو ترکاڼ هنر د بيلابېلو عقيدو منونکي ګاونډيان يو بل سره نزدې کوي.

سټيفن د وي او اې ډیوه خبریال ته وویل، "زه خلکو ته د دې خپل هنر له لارې ښودل غواړم چې مسلمانان او عيسايان يو ځای کار او ګډ ژوند کولی شي، د دې پروجې (منصوبې) لپاره د عيسايان او مسلمانان غوره کولو دوه مقصده وو: يو په ماضي کې د دوی تر مينځه جګړې او دويم دا چې د يوې عقيدې زه خپله منونکی يم او د دويمې عقيدې يعنې اسلام په اړه لږ ډير معلومات لرم. اوس هم وخت په وخت مونږ اورو او وينو چې شرپسنده خلک يو ځای مسجد سوځوي او بل ځای کليسا (چرچ)، کومه چې ډيره د خفګان خبره ده."

سټیفن ته دا خیال څنګه پیدا شو؟

سټيفن سيليناس څو کاله وړاندې د خپل د يو کتاب په اړه په ټي وي انټرويو کيدو چي يوې واقعې ورله د عيسايانو او مسلمانانو تر مينځه د (انټرفيت هارمني) يا بين المذاهب روادارۍ لوړولو په موضوع کتاب ليکلو ته پام وګرځولو.

هغه وایي،"زما د کيتولیک چرچونو (کلیساګانو) په اړه ليکلي يو کتاب لپاره، يو ټي وي له ما سره مرکه کوله. ما نه وړاندې يوه مسلمانه ليکواله هم انټرويو شوله خو چې څنګه هغه لاړله، يو تن د مسلمانانو په اړه د تعصب ډکه يوه خبره اوکړه. ما هغه وخت ځواب ورنکړو خو ځان سره مې فيصله اوکړه چې په دې اړه به ضرور څه کوم."

سټیفن ته د داسې یو کتاب د لیکلو خیال، د یوې انټرویو پر مهال پیدا شو
سټیفن ته د داسې یو کتاب د لیکلو خیال، د یوې انټرویو پر مهال پیدا شو

سټيفن سيليناس د کتاب ليکلو وړاندې په بوسنيا کې د سليم او د هغه له کورنۍ سره د انټرنيټ او په لاس اينجلس کې د يو پيژنګلو له لارې رابطه کړې وه چې د دغه کورنۍ او بالخصوص د مسلمانانو د ټولنې په اړه ځان پوه کړي.

سټیفن زیاتوي،"زما لپاره د کتاب ليکلو دا ټوله پروسه ډيره بيداروونکې وه. په يوه موقع زه په کليفورنيا کې د ايسټ بې سيمې يو داسې مسجد ته ورغلم چې څه موده وړاندې هغه ابادي د کليسا په توګه کارول کيده او اوس په مسجد (جومات) بدله شوې وه. هم هغه وخت راته خيال راغی چې د انسانيت ښکلا په ګډه سره ژوند کولو کې ده، او دا چې انسان وغواړي نو د يو چت لاندې د خپلې عقيدې عبادت تر سره کولی شي."

دا کتاب اوس په بوسنیا کې وېړیا (په مفته) وېشل کیږي
دا کتاب اوس په بوسنیا کې وېړیا (په مفته) وېشل کیږي

د کتاب ليکلو نه مخکې، ښاغلي سيليناس وائي، هغه صرف د امريکائي ټولنې فکر کولو چې ددې ټولنې خلکو ته د انځور ګري له لارې يوه ريښتونې قيصه وړاندې کړي، خو کتاب ئې اوس په بوسنيا کې هم ويړيا وېشل کیږي.

د ستيفان سليناس مطابق امريکائي ټولنې ته د بوسنيایي ترکاڼ، سلیم حیدرویچ قيصې کولو مقصد د دې ټولنې د خلکو پام هغه وړو وړو ښېګړو ته راګرځول دي کوم چې په دې ټولنه کې د بيلا بيلو عقيدو لاندې ژوند کوونکي هر تن د يو بل سره د روزانه په بنياد سره کوي.

  • 16x9 Image

    راشد خټک

    راشد خټک د امریکې په کېلیفورنیا ریاست کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له ورځنیو رپوټونو پرته پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو هم ليکل کوي. راشد خټک د سويډن له اوريبرو پوهنتون نه په جرنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG