لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفندیار ولي:دافغانستان اؤ پاکستان په پوله دې هم دکرتارپور په څېر رویه خپله کړل شي


دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان دپاکستان په حکومت غږ کړی چې لکه څنګه یې د هند سره د اړیکو دپیاوړتیا په موخه د کرتارپور لاره پرانسته همدغسې چلند دې دافغانستان اؤ پاکستان په پوله هم وکړي تر څو د کرښې دواړو غاړو ته پښتنو کې دمایوسۍ احساس له مینځه لاړ شي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان نن (چهارشنبه)د پنجاب د ناروال په کرتارپور سیمه کې هند سره خپله لاره پرانستې چې ددغې لارې به دهندوستان سیکان کولی شي پاکستان ته پرته له ویزو د خپل مذهبي مشر ګورو نانک د قبر زیارت کولو دپاره ورشي.

اسفندیار ولي خان پخپل یو بیان کې ددغې لارې د پرانستو هرکلی کړی خو ددې ترڅنګ یې غوښتنه هم کړې چې د افغانستان دپولې دواړو غاړو ته میشت پښتنو دپاره هم باید دغسې رویه خپله کړل شي.

هغه ویلي دافغانستان اؤ پاکستان دپولې دواړو غاړو ته پښتانه اباد دي چې کلتور،ژبه ،عنعنات اؤ اقدار یې یو دي خو د تیرو ۴۰کالو راهسې دا پښتانه د جګړو خشاک جوړ شوي دي.

هغه ویلي دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ اړیکو کې تر ټولو ستر خنډ د دواړو اړخونو بې باوري ده اؤ ترڅو چې دواړه هیوادونه په یو بل بې باوره وي نو سیمه کې سوله اؤ ثبات نه شي راتللی.

هغه ویلي د پاکستان امن د افغانستان امن سره تړلی دی اؤ د پاکستان د ترقۍ دپاره د یو مترقي افغانستان وجود ضروري دی.

هغه هیله ښکاره کړې ده چې د کرتارپور د لارې نه وروستو مونږ هیله لرو چې افغانستان سره به هم دغسې لارې پرانستل شي اؤ تعلیمي،سوداګریزو اؤ کلتوري فعالیتونو ته به وده ورکړل شي.

د کرتارپور د لارې په اړه يو پښتون قام پاله مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ډاکټر سيد عالم په يو ټويټ کې نيوکه کړې چې پاکستان په کراچۍ کې د چيني قونصلګرۍ په بريد کې “را “ککړه بللې او د هندې ادارې خلاف يې مقدمه درج کړې ده خو د کرتارپور لاره بيا هم پرانيزي او د دې په مقابل کې د افغانستان سره لارې تړي؟

کرتارپور د سيک مذهب د منونکو د پاره تر ټولو مقدس ځای دی او د کرتاپور ګوردواره د سيک مذهب د مشر بابا ګرونانک د مقبرې سره په درې کيلومټره فاصله کې ده.

د باباګرونانک د کليزې د مراسمو لمانځلو د پاره په سلګونو سيکان هر کال د هندوستان نه پاکستان ته ځي او درنې درنې مذهبي غونډې کوي.

د بلې خوا هغه سيکهان چې يا بې وسه وي او يا د ويزې د نيشت والي په وجه نه شي کولی پاکستان ته لاړ شي هغوی د پولې بلې غاړې ته د ګرونانک د ډېرې خوا و شا راجمع کيږي او د لرې نه په نظر راتلونکي د کرتارپور د ګوردوارې ګمبت ته خپل قدر او احترام وړاندې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG