لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مېرمنو له دولت او طالبانو وغوښتل چې اوربند اوږد کړي


د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند تر اعلانېدو وروسته په افغانستان کې د سولې لپاره هیلې زیاتې شوې دي او خلک له دواړو غاړو د اوربند د غځېدلو غوښتنه کوي.

د افغاني ټولنې د بېلابېلو برخو لخوا ددغه اوربند تود هرکلی شوی او په یو بې ساري ډول د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې په لسګونو مېرمنو ددغه اوربند په ملاتړ د شپې لخوا یو سولیز لاریون ترسره کړ.

مقدسه احمدزۍ چې ددغه لاریون تنظیم کونکې وه، وي او اې ډیوې ته وویل:

(مونږ د جګړې له ښکېلو غاړو څخه په کلکه غواړو چې د لسیزو راهیسې روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي، لګېدلی اوربند دې اوږد کړای شي او په مونږ مېرمنو چې د سولې کوم زیری شوی دا دې تل پاتې وي)

نوموړې وړاندې وویل، په دغه لاریون کې ډېرې داسې مېرمنې هم وې کومو چې د روانو جګړو په بهیر کې يې د خپلو کورنیو نږدې غړي له لاسه ورکړي.

لاریون کونکو مېرمنو له ځانونو سره په سپینو پاڼو باندې هغه شعارونه هم لېږدول چې پرې لیکل شوي وو، مونږ سوله غواړو او مونږ د اوربند ملاتړ کوو.

په لاریون کې ګډون کونکو مېرمنو چې د سولې اسماني رنګه پړونې (ټیکري) یې په سر کړي وو له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانستان د شخړې په پای ته رسېدو کې دې مرسته وکړي.

دا لومړی ځل دی چې په جلال اباد ښار کې مېرمنو د اوربند د غځېدو په ملاتړ د ښار له یو څلور لاري څخه و بل ته پلی مزل او لاریون وکړ.

په افغانستان کې د دولت او طالبانو ترمنځ لګېدلی اوربند لومړی د ولسمشر اشرف غني لخوا په یو اړخیزه توګه د روژې له ۲۷ نېټې څخه د اختر تر پایه پلی شو، ورپسې بیا وسلوالو طالبانو هم اعلان وکړ چې د اختر په دریو ورځو کې به اوربند کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG