لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: په پاکستان کښې دې د وي-او-ای وېب پاڼې پرانستل شي.


د امرېکې خارجه وزارت په پاکستان غږ کړی دی چې د وي او ای تړلی ویب پاڼې پرانیزي. د خارجه وزارت یو ویاند په یو بیان کې ويلي دي چې:

"د وي او ای پښتو او اردو ژبو د ویب سایټونو په تړلو مونږ دپاکستان حکومت بې کچه اندیښمن کړي یو"

په بیان کې د پاکستان د حکومته د ویب پاڼو د پرانستلو غوښتنه شویده، خارجه وزارت وايي:

" مونږ غواړو چې د پاکستان حکومت د اظهار د اذادۍ په حقله د خپلو نړیوالو زمواریو احساس وکړي او اغیزمن شوي سایټونه خلاص کړي"

په پاکستان کې د تیرو څو ورځو راهسې د وي او ای ډیوه او اردو ویب پاڼې تړل شوي دي.

د وي او ای د ویب پاڼو په تړلو په پاکستان د بشري حقونو او منتخب اولسي نمایندگانو هم د سختې فکر مندۍ اظهار کړی دی. د شمالي وزیرستانه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په خپل یو ټویټ کې ويلي دي چې په دې وجه د وي او ای ارود او پښتو پاڼې تړل چې د پښتون ژغورنې غورځنگ خبرونو له یې ځای ورکولو د غندلو وړ خبره ده.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري دویب پاڼو د تړلو تاید کړی دی او وايي چې دغه ویبپاڼې یې د "درواغجنو او له تعصبه ډکو" خبرونو خپرولو له امله تړلې دي.

که څه هم دفواد چودهري مثال نه دی ور کړی چې ویبپاڼو په کومو رپوټونو کې بې طرفي نه ده ساتلې، خو د پاکستان یوې استخباراتي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط د وي.او.اې خبریال ته ویلي، چې دغه ویبپاڼې یې پښتون تحفظ موومنټ ته د کورېج ورکولو له امله تړلې دي

خو د وي او ای ځيني مشران دغه تور ردوي چې دوي د کرکې ډک خبرونه ورکوي.

د وي.او.اې ډیوه مشر نفیس ټکر پښتون تحفظ موومنټ ته د ځای ورکولو دفاع وکړه او ویې ویل چې اداره یې د دې تحریک فعالیتونو ته بې طرفه کورېج ورکوي. ښاغلي ټکر د ډیوه د ویبپاڼې په اړه د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر تور په کلکه رد کړ:

"موږ د پي ټي ایم د کورېج د برابر ساتلو لپاره پخپلو رپوټونو کې د پاکستاني وزیرانو، حکومتي چارواکو او د پوځ بیانونو ته هم ځای ورکوو چې هغوی پر خپلو رسمي ویبپاڼو او ټویټر باندې خپروي"

د وي.او.اې اردو څانګې مشر کوکب فرشوري وایي، د پښتون تحفظ موومنټ په اړه رپوټونه د دوی د ویبپاڼې د لوستونکو لپاره ډېر ارزښت لري، خو دا خبره ردوي چې ګواکې د دوی کورېج یواړخیز وي:

"موږ هره ورځ‌ له حکومتي چارواکو او وزیرانو سره مرکې کوو. د پوځ د ویاند اوسنی تازه پریس کانفرنس زموږ د سر په خبرونو کې وو، ځکه نو دا تور بېځایه دی چې ګواکې زموږ رپوټونه بې طرفه نه وي"

نن په پاکستان او د نړۍ په یو شمیر ملکونو کې هم په ټولنيزو رسنیو د وي اوای د پاڼو د تړلو په حقله بحثونه شوي دي.

د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې د پښتنو خبریالانو د تنظيم مشر او خبریال طاهر خان په فیسبک ليکلي دي چې په په وي او بندیز د پاکستان د ائین په ضد عمل دی.

په امریکا کې میشت کالم لیکونکی ډاکټر تقي یو پاکستاني خبریال مبشر زیدي ته په ځواب کې ليکلي دي چې ته نه خو په پښتو پوهیږې نو او نه یې ليکلی او لوستلی شی خو بیا هم بې دلیله د ډیوه تگ لارو ته گوته نیسې:

په فیسبک طارق افريدي نومې یو تن ليکلي دي:

"پاکستان نه غواړي چي پښتانه د تيارو نه راووځي، په رڼا کې خپل منزل ته مزل اوکړي کوم چي ډيوه او مشال ورته رڼا ورکوله هغه خو ېي ترې واخيسته، خو پښتنو د دغو د رڼا له کلبه خپل منزل ليدلی او اوس ورته منظور پشتين د شمعي په شان بليږي"

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG