لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران د بخښنې نړيوال تنظيم د خبردارې پرته درې کوردان تېزندي کړي


ايران د بشري حقونو د ډلو او د بخښنې د نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل د خبرداري پرته هغه درې کرد فعالين تېزندي کړي په چا چې ايران په هېواد کې د ترهګرۍ تورونه لګولي .

مطبوعات وايي ايران رحيم حسېن پناهي، او د هغه د تره ځامن ځانيار مرادي او لقمان مرادي د خالي په ورځ د کراج ښار په رجاېې شهر ځندان کې پانسي کړي دي.

د دې خبر تصديق د فارس خبري ادارې او د پانسي کړل شوي تن پناهي ورور کړی دی.

د ايران حکومت په دغه دريو تيزندي کړل شوي کسانو د کردانو د ملت پاله تنظيم "کوماله" سره د اړيکو په سر جرم هم لګولی په دغه ډله په ايران کې بنديزونه دي.

د بخښنې نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل د ايران په دغه ګام سخت غبرګون ښودلی، د مينځني خطيز لپاره د دغې تنظيم ډاېرکټر فېلپ لوتهر په يو بيان کې ويلي د ايران دغه ډول غېر قانوني سزا ګانې د بشري حقونو دنړيوالو قانونو ښکاره سرغړونې دي. او نړيواله ټولنه دې په ايران دباو واچوي چې په هېواد کې د پانسۍ سزاګانې په مکمله توګه بندې کړي.

د بخښنې نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل د جمې په ورځ په ايران غږ کړی وو د دغه کردانو د تېزندي کولو نه دې لاس واخلي،

په ايران کې د بشري حقونو ډلې هم دغه سزا غندلې ده. د ايران د بشري حقونو د ډلې وياند محمود آميري مقدم ويلي په ځآنيار مرادي، لقمان مرادي او رحيم حسېن پناهي باندې د تېزندي کولو نه وړاندې تشدد هم شوی او د هغوي سره په عدالتي کچه هم زياتی شوی او وايي په دوي په زور او جبر هغه جرم منل شوی چې دوي نه وو کړی.

د جمې په ورځ د ځانيار مرادي مور آمېنې غدېري او د بل پانسي شوي تن رحيم حسېن پناهي ورور امجد حېسن پناهي واېس اف امريکا فارسي څانګې ته يو ويډيوي اپيل را استولی وو چې پکې نړيوالې ټولنې ته خواست شوی وو چې ايران دې د دغه درې کرد ځوانانو د تېزندي کولو نه ودروي.

د ځانيار مرادي مور په دغه ويډيو کې ويلي وو دوي ته داسې خبرداري ورکړل شوي چې ايراني مامورين د دوي بچي پانسي کوي نوموړې په ژړغوني غږ نړۍ ته خواست کړی وو ايران دې د دوي د بچو د تېزندي کولو فېصله اوځنډوي.

ځآنيار مرادي او لقمان مرادي چې دواړه د تره ځامن دي کال 2009م کې د يو مسلمان عالم د ځوي د قتل په جرم کې له تېرو 8 کالو رهسې په ځندان کې بندي وو، دغه جرم لومړی دوي په ځان منلی وو خووروسته ترې انکاري شوي وو او تور يي لګولی وو چې ايراني چارواکو د دوي سره تشدد کولو ځکه ورته دوي جرم په ځان منلی وو.

په رحيم حسېن پناهي باندې تور دی چې ده په کال 2017م کې په ايراني ځواکونو ټوپک راړولی وو پناهي هم لومړی دغه جرم منلی وو خو وروسته ترې انکاري شوی وو او ويلي وو په ده دغه جرم په زور او تشدد منل شوی وو.

د پناهي خپلوانو په جېل کې د دده سره د ملاقات په وخت د ده په وجود د تشدد خاپونه ليدلي وو.

ايران د نړۍ په هغو څو هېوادونو کې شامل دی چرته چې په لويه کچه د تېزندۍ سزاګانې ورکړل کيږي ، د بخښنې نړيوال تنظيم وايي کال 2017م کې په ګرده نړۍ کې ورکړل شويو تېزنديو 51٪ يواځې په ايران کې ورکړل شوې وې.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG