لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د مشیګن ایالت د ګورنر څوکۍ لپاره یو مسلمان کاندید هم ولاړ دی


دی ځوان دی، زړه راښکونکې څېره لري او مسلمان دی. له ټولو هغو سره ستر توپیر لري چاچې د امریکا د مشیګن ایالت په دغې لوړې انتخابي څوکۍ کار کړی.

دغې څوکۍ ته د عبدل السید ورتګ یو وخت ناشونی ښکارېده.

عبدل السید چې د مشیګن د والي (ګورنر) څوکۍ لپاره ټاکنو ته ولاړ دی وايي:

"کله چې زه له کالج څخه فارغ شوم، بېل کلنټن زما څخه وپوښتل چې زه ولې د طبې زده کړو خواته ولاړم. هغه له مانه وغوښتل چې ایا کله هم ما دغې څوکۍ ته د درېدو په اړه فکر کړی. هغه وخت ما فکر کاوه چې دا به زما له وسه وتلې وي. "

ده ځکه دغه څوکۍ له خپلې وسې وتلې ګڼلې وه چې له ده سره په تېرو وختونو کې ډېر ناوړه چلند شوی وو.

ډاکټر عبدل السید وړاندې وویل:

"زه د خپل فوټبال ټیم کپټان وم.د سپټمبر د یولسمې له پېښې یوه اونۍ وروسته چې لوبې پکې کنسل شوې وې مونږ بېرته خپل لوبغالي ته ولاړو. زما په یاد دي چې د لومړي ځل لپاره خلکو راته په داسې عجیبه نومونو غږ کاوه چې ټول عمر به مې هېر نشي. چا راته اسامه او چا په نورو نومونو غږ کاوه او د خندا وړ خبره خو دا وه چې زما د ورور نوم هم اسامه وو. له ځان سره مې ویل چې تاسو غلط السعید سره مخ یاست. "

کیدای شي السید په ماشیګن کې یو تاریخ جوړ کړي او ددغه ولایت لومړنی مسلمان والي وټاکل شي کچېرې هغه په دې وتوانېږي چې د کافي شمېر رایه ورکونکو ملاتړ راخپل کړي.

د السید مخالفین د هغه عقیده او نژادي تړاو څخه د هغه پرضد کار اخلي او پرې بریدونه کوي خو السید وايي، چې د مشیګن خلک تر دې ډېرې سترې اندېښنې لري.

"دوی غواړي په دې پوه شي چې زه دوی ته څه کولای شم. دوی به دې ته وګوري چې ایا زه به د خبرو له پیل څخه مخې د دوی ستونزو ته غوږ نیسم او کنه. کله چې دوی دا هرڅه وګوري نو بیا دا ورته مهمه نه ده چې یو څوک د دعا کولو پر وخت لاسونه څه ډول نیسې. "

په امریکا کې د عرب نیوز د ادارې مشر اسامه سبلاني وايي چې د عرب امریکایانو لپاره اوس وخت بدل شوی.

"کله چې جان کېنېډي ټاکنو ته ودرېد نو خلکو ویل چې دی خو لومړنی کاټولیک دی. ایا دی به سپینې ماڼۍ ته لاره ومومي؟ او هغه بریالی شو. کله چې بارک اوباما کاندید شو، خلکو به ویل چې دا لومړنی تور پوستی امریکايي دی. خو هغه وګټله. ایا همدومره زیات شمېر تورپوستي امریکایان وو نه خو هغه وګتله. هو دوه ځله یې وګټله. اوس ایا دا چانس شته چې یو مسلمان امریکايي د والي څوکی وګټي؟ ددې پوښتنې ځواب هم هو یعنې مثبت دی. "

الاسید په مشیګن کې د ډیموکراټانو له ډلې څخه د ولایت څوکۍ لپاره ولاړ دی او ټاکل شوې ده چې لومړنۍ ټاکنې به د اګست په اومه نېټه ترسره شي.

که چېرې ډیموکراټان السید د اګست په لومړنیو ټاکنو کې وټاکي هغه به بیا هم کافي ملاتړ ته اړتیا ولري ترڅو د نومبر په ټاکنو کې یې له جمهوري غوښتونکي لع هغه کاندید څخه هم وګټي چا چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د ټرمپ له بریا سره مرسته کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG