لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خبريال خاشقجي په وژنه يورپ د سعودي عرب نه سپيناوی غوښتی


په استنبول کې په خپله کونسلګرۍ کې د خبريال خاشقجي د وژلو په منلو سره د سعودي عرب په ضد په يورپ کې سخت غبرګون راپورته شوی دی.

جرمني او فرانس د سعودي خبريال د وژنې غندنه کړې ده.

د فرانس خارجه وزير ين لو ډريان د خالي په ورځ د جمال خاشقجي د وژنې د دقيقه پلټونو غوښتنه کړې او ويلي يي چې څوک هم په دغه وژنه کې ککړ وي ورته دې هم دغه شان سزا ورکړی شي.
د جرمي چانسلرې اېنګله مرکېل او د هغې خارجه وزير هيکو ماس هم د خالي په ورځ په يو ګډ خبري کانفرنس کې د خاشقجي د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده او ويلي سعودي عرب چې د جمال خاشقجي د وژلو کوم تفصيل ورکړی دغه کافي نه دی مونږه غواړو چې سعودي عرب د دغې پېښې پوره تفصيل په ډاګه کړي.
د يورپي يونين دخارجه چارو د کمېټۍ مشرې فېډريکا موغاريني ويلي د خاشقجي د وژلو پېښه بونګونکې ده نوموړې د دغې پېښې د بې پلوه پلټنو غوښتنه کړې

د يورپ مشران پس له هغې دغه غبرګون ښودلی چې سعودي عرب تېره ورځ منلي چې د اکتوبر په دويمه نېټه خاشقجي په استنبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د چارواکو سره په خبرو کې د ورانېدو وروسته وژل شوی دی. د خاشقجي د لادرکۍ وروسته د خالي په ورځ په لوموړي ځل سعودي عرب د هغه د وژل کېدو تصديق کړی.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ په نېواډا رياست کې د خبريالانو سره په خبرو کې ويلي دې د خاشقجي د وژلو په اړه د سعودي عرب د سپيناوالي نه مطمېن نه دی خو زياته يي کړه داسې امکان هم شته چې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژلو نه خبر هم نه وو.

د ترکي چارواکي او د دغې پۍښې په اړه څيړونکي په دې نظر دي چې خبريال جمال خاشقجي به په ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان نيوکې کولې او ډېر امکان د دې خبرې دی چې هم د هغه په امر وژل شوی وي.

سعودي عرب تېره ورځ د خاشقجي د وژلو په سر خپل پينځه اعلا چارواکي برطرفه کړي او 18 نور يي نيولي دي.

په لر کړل شوو چارواکو کې د ولي عهد محد بن سلمان مشير سعود القحطاني او د استخباراتو مرستيال مشر مېجر جنرل احمد الاسيري هم شامل دي.

که يو خوا د يورپ مشرانو د خاشقجي په وژنه سخت غبرګون ښودلې نو ورسره د د بشري حقونو ډلې اېمنسټي انټرنېشنل هم په سعودي عرب غږ کړی د وژل شوي خبريال خاشقجي جسد يا مړی دې ښکاره کړي او پوسټ مارټم دې وکړي .

د مينځني خطيز لپاره د اېمنسټي ډاېرکټرې مېرمن سما حديد ويلي د خاشقجي د وژلو په اړه د سعودي عرب په خبره باور نه شي کېدی او زياتوي ملګري ملتونه دې د دغې پېښې پلټنې وکړي. نوموړې ويلي سعودي عرب په دغه پېښه کې ککړو عربانو باندې پرده اچوي.
ترکي هم ګواښ کړی د دوي په خاوره د سعودي لخوا د قتل په دغه پېښه به سترګې نه پټوي او سعودي عرب به دې ته پرې نه ږدي چې په قاتلانو پردې واچوي.
د امريکا دخارجه چارو وزير ماېک پمپيو د جمې په ورځ د وي او ای سره په يوه مرکه کې ويلي ده د سعودي باچا سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان سره د غونډې په وخت هغوي ده دا خبره په ډاګه کړې ده چې امريکا د جمال خاشقجي د وژل کېدو پېښه يوه سنګينه کشاله ګڼي او دا چې د عدالتي فېصلو نه بغير وژنه د امريکا د اقدارو خلاف خبره ده. او دا وس د سعودي ذمه واري ده چې چا هم دغه کار کړې سزا ورته ورکړی شي.
د سعودي عرب د قانون ترمخه د قاتل لپاره سزا هم مرګ دی وس به کتلی شي چې سعودي عرب د خاشقجي قاتلانو ته د خپل قانون سره سمه سزا ورکوي او کنه.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG