لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روپۍ د غورځېدو زور به د کلي د لالو کاکا نه هم وځي


د پاکستانۍ روپۍ د پرله پسې غورځېدونکې بيعې په اړه په رېډيو بحث ته په حجره کې ناستو خلکو غوږ نيولی وو او ډېر اندېښمن وو خو د حجرې ور ته څېرمه کټ کې ناست

لالو کاکا د چيلم نه لوخړه پورته کړه او د يو څو ټوخو وروسته يي په ګېره لاس راښکل او وې ويل:

" په ما يي شکر دی هېڅ اثر نه کيږي، هلکان يي په سعودي کې ګټي او اوس به په چوک يادګار کې لږ ريالونه په ډېرو کلدارو بدلوم، زما خو پکې نوره هم ښه شوه"

د هغه څنګ ته ناست عمرګل کاکا چې هر وخت رېډيو اوري ، ډېر په قهر مخ ورواړو، وېل لال خانه سړی چې په کومه خبره نه پوهېږي نو غلی کيني.

"تاته پته شته چې روپۍ غورځېږي نو ګراني زياتيږي؟"

د لالو کاکا سر پرې لکه چې خلاص نه شو، وېل :

"څنګه دا ټېپر او مولۍ خو زمونږه په خپلو پټو کې پېدا کېږي غنم جوار مو هم خپل دي نو د دې د ډالرو د ګرانۍ او کلدارې د ارزانۍ سره څه کار؟"

عمرګل کاکا ورته لکه د يو اوښيار اقتصاد پوه ټوله نقشه د ګوتو په سرونو راښکله،

" لال خانه آشنا ملک په ټېپرو او مولو نه چليږي، د ملکي لګښت لپاره په قامي خزانه کې په لويه کچه بهرنۍ کرنسي پکار وي،ډالرې چې نه وي خزانه تشه وي"

" او بله دا چې په ملک چې کومه سل ارب قرضه ده هغه په روپيو کې نه په ډالرو کې ده، چې وړاندې به دغه سل ارب ډالرې په ۱۰۲۰۰ اربه روپو کېدلې نو وس به دغه سل ارب ډالرې په ۱۰۳۸۰ اربه روپيو اخلې،نو تا وا نه ورېدل چې په دې يوه ورځ کې د ملکي قرضو بوج ۱۸ اربه روپۍ زيات شو".

د لالو کاکا په خله قچۍ ګوته نه ننوته، سترګې يي داسې بقې کړې وې لکه چې په خوب کې يې په مرۍ خپسه غلې شوې وي.
عمرګل کاکا ورته وېل لالو د روپۍ غورځيدو سره ګراني داسې راځي چې د ملک ټوله مشينري په بهرني تېلو ګرځي او بهر ملکونه تېل په روپو نه ، په ډالرو خرڅوي،

نو چې په يو ډالر۱۸ روپۍ زياتې ورکوې نو تېل به کوم ځآې ته رسي؟او بيا چې حکومت ګران تېل واخلي نو په تاخو به يي ارزان نه خرڅوي بيعه به يي نوره هم بره خېژي."

" نو بيا چې په بس کې چوک يادګار ته ځې نود بس کلنډر به درنه د اتلسو روپيو په حساب زيآته کرايه نه اخلي بلکه پوره درېرش روپۍ به زياتې ورکوې"

"او د کلي دکانداران چې په ګرانه کرايه د ښار نه سودا خپل دکان له راوړي نو هغه به درله هم سمه ملا ماتۍ نو ته ووايه زور به يي د چا نه وځي؟"

"او لال خانه دايي لا څه کوې چې روپۍ ارزانه شي نو د مزدورانو دياړي، آو د نوکر پېشه خلکو تنخوا ګانې به زړه په زړه وي، يو دمړی پکې نه زياتېږي، او نه به ستا مولۍ ټېپر يا ګوړه او ګني په ګرانه بيعه خرڅيږي، خو ته چې کوم توکي له بازاره اخلې هغه به درته ګرانېږي."

"لال خانه کور هم يواځې په ټېپر او مولو نه چليږي، دارو درمل، جامه پېزار او چاېې چيني هم پکار وي چې دغه هرڅه به هم ګران شي"

او ستا لپاره بله د تاوان خبره دا ده چې د جازونو ټکونه به هم په ډېرو روپيو اخلې، نو چې ځامن دې سعودي نه راځي نو په يو ټکټ به يي په زرګونو روپۍ زياتې لګي.

عمرګل کاکا په حجره کې په لال خان ښه زړه تش کړو

دغه بحث روان وو چې زما خيال د پاکستان د سپريم کوټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار هغه د ډيم لپاره د چندو خبرې ته لاړې،

ما وېل که د روپۍ دغه ارزښت وي نو د قاضي ثاقب نثار هغه ديامير باشا ډيم چې وړاندې به په ۱۴۰۰ بيلينه روپو جوړېدو نو چې وس به ورله څومره روپۍ پکار وي.

ماته خو داسې ښکاري چې دغه لوبه نوره د چندو نه وځي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG