لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوریا او د امریکا د سرمشریزې د لغوه کېدو لپاره د ډانلډ ټرمپ لیک:


ښاغلی کېم جان اون!

مونږ ستاسو د وخت، صبر او د هغې سرمشریزې په برخه کې چې د اوږدې مودې راهیسې یې دواړو غاړو هیله درلوده او په دې اړه زمونږ په وروستیو مذاکراتو کې ستاسو د هلو ځلو قدرداني کوو.

ټاکل شوې وه دغه سرمشریزه د جون په ۱۲ نېټه په سینګاپور کې ترسره شي او سترګې په لاره وم چې له تاسو سره هلته ووینم خو ستاسو په وروستي بیان کې ستاسو سختې غوصې او ترخو خبرو له امله باید په خواشینۍ سره ووایم چې اوس د اوږدې مودې راهیسې ددغې پلان شوې سرمشریزې کېدل مناسب نه ګڼم.

له همدې امله ددې لیک له لیارې درته خبر درکوم چې د سینګاپور سرمشریزه به چې دواړو هېوادونو او د نړۍ په ګټه وه نه ترسره کیږي.
تاسو د خپلو اټومي وړتیاو خبرې کوئ خو زمونږ تر تولو سترې او ځواکمنې دي او له خدایه غواړم چې هېڅکله به یې د کارولو اړتیا پېښه نه شي.

ما فکر کاوه چې زما او ستا ترمنځ ښې خبرې روانې وې او همدا خبرې تر ټولو زیات ارزښت لري. زه بیا هم هیله لرم چې په راتلونکې کې له تاسره ووینم.

په ورته وخت کې زه غواړم له تانه د برمته شویو کسانو د خوشې کېدو له امله مننه وکړم چې دا مهال له خپلو کورنیو سره دي. دا ډير ښه اقدام و او مونږ یې ډیر زیات قدر کوو.

کچېرې تاسو ددغې مهمې سرمشریزې په اړه خپل نظر بدل کړ نو هرومرو راته زنګ ووهئ او یا راته برېښنالیک راواستوئ.

نړۍ او په ځانګړي توګه شمالي کوریا د سولې، سوکالۍ او پرمختګ په برخه کې یو ښه فرصت له لاسه ورکړ. ددې فرصت له لاسه ورکول په رښتیا هم په تاریخ کې یوه خواشینونکې موقع ده.

په درنښت

ډانلډ ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG