لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس: د اپوزیشن ګوند د مشر په شمول ۱۶۰۰ احتجاج کوونکي نیول شوي


د روس پولیسو د مخالفې سیاسي ډلې د مشر الیکسي نیوالني په شمول 1600 احتجاج کوونکي د خالي په ورځ نیولي دي.

دغه نیونې او احتجاجونه په داسې حال کې پیل شوي چې ولادیمر پوټین به د ګل په ورځ د هیواد د صدر په توګه په څلورم ځل سوګند پورته کوي او په دغه لړ کې لویې تیارۍ روانې دي.

د رایټر خبري ایجنسۍ تر مخه د روس مخالف سیاسي مشر الیکسي نیوالني د هېواد په نیوي 90 ښارونو کې د ولادیمر پوټین په ضد د احتجاج اعلان کړی، چې پوټین د یو ډکټېټر په نامه یادوي.

تر نیول کېدو وړاندې ښاغلي نیوالني په ماسکو کې خپلو پلویانو ته په لنډه وینا کې وویل، دوی یعنې د پوټین پلویان وايي چې د دې ښار خلک د پوټین ملاتړي دي، آیا تاسو دا منئ؟ آیا تاسو یو غاصب حکمران غواړئ؟

د هغه په ځواب کې احتجاج کوونکو د نا- نا نعرې وهلې.

یاده دې وي چې د مارچ په میاشت کې ولادیمر پوټین د انتخابات له ګټلو وروسته د راتلونکو شپږو کالو لپاره یو وار بیا صدر ټاکل شوی دی او د واک موده یې 24 کاله غزېدلې ده. نوموړی به د شوروي اتحاد د ډیکټېټر جوزف سټالن نه پس د ماسکو اوږدمهاله ولسمشر وي.

خو په دغو انتخاباتو کې د مخالف ګوند مشر نیوالني ته د برخې اخیستو اجازت نه وو ورکړل شوی. د نوموړي په وینا، پر ده باندې جعلي مقدمې درج کړل شوې وې. نوموړی هغه وخت قید کړل شوی وو چې په پوشکین سکوئر کې یې د ځوانانو یوه احتجاجي غونډه جوړه کړې وه او نعرې به یې وهلې، چې "پوټین غل دی او دوی روس د پوټین نه بغیر لیدل غواړي".

د پوټین یو بل سیاسي مخالف الیا یاشین وايي، پولیس اراده لري چې پر نیوالني باندې د پولیسو له حکم نه د سرغړونې مقدمه درج کړي. د یاشین په وینا د دغه جرم سزا دېرش کاله قید او جرمانه ده.

د ماسکو د پولیسو ویاند وایي، په ماسکو کې تر 1500 پورې کسانو احتجاج کولو چې پکې 300 احتجاج کوونکي پولیسو نیولي دي.

ښاغلي پوټین خپل سیاسي مخالف الیکسي نیوالني د ستونزمن په نامه یاد کړی او وايي نیوالني د واشنګټن په مرسته په هیواد کې اړی ګړی پیدا کوي. د روس وزیراعظم دیمیتري میدویدوف- چې د پوټین ملاتړی دی- وايي نیوالني یو سیاسي دهوکه باز دی.

65 کلن ولادیمر پوټین د 2000م کال نه کله د وزیراعظم او کله د صدر په توګه پرله پسې په اقتدار کې دی.

له ریاستي ټیلیویژن او واکمن ګوند سره سره د هیواد 80 فیصد خلک د هغه ملاتړ کوي او هغه ته د فادر اف د نیشن یا د ملت پلار هم وايي، چې د دوی په باور ملي ویاړ یې بیا را ژوندی کړی دی او د شام او یوکراین په شمول په نړیوالو چارو کې یې د روس اغېز زیات کړی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG