لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې دپوځ په څوکۍ دترهګرو برید،یو عسکر وژل شوی دی


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپوځ په یوه څوکۍ دترهګرو برید کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی اؤ پوځ وایي چې دترهګرو ځالې یې هم په نخښنه کړي دي،

دپوځ دعامو اړیکو څانګې پخپل یو بیان کې ویلي دا پېښه دشمالي وزیرستان په شیوا تحصیل کې مخې ته راغلې ده چې دغلته ترهګرو دپوځ په څوکۍ ناتاره ډزې کړې ده.

دبیان له مخې په ډزو کې دپوځ یو ۳۲کلن عسکر نورمرجان وژل شوی چې تړاؤ یې دکرم ضلعې سره ښودل شوی دی .

دپوځ بیان کې راغلي چې دبرید په مهال پوځ هم دترهګرو ځاله په موثره توګه په نخښه کړې ده خو پوځ بیا نه دي ویلي چې ترهګرو ته یې څه زیان اړولی دی که نا؟

تر اوسه ددې برید پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په پوځ څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

په دې وروستیو کې چې ټي ټي پي حکومت سره د ډزبندۍ ختمولو اعلان کړی ورسره سم په قبایلي ضلعو اؤ دهیواد بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو اؤ سیاسي فعالینو د دبریدونو لړۍ چټک شوې ده.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوتهـ اف وزیرستان په نوم دغیر دولتي تنظیم د شمیرو تر مخه سږ کال دنومبر تر میاشتې دې یوازې په وریرستان کې نزدي 60 کسان د هدفي وژنو په پیښو کې وژل شوي چې پکې پینځه زنانه هم شاملې دي.

دمیډیا د رپورټونو له مخې داکتوبر میاشت کې دپاکستان ۲۶ امنیتي سرتیري د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي چې پکې اته پولیس دي اؤ نور دپوځ اؤ ملیشې عسکر دي.

یوازې شمالي وزیرستان کې داکتوبر میاشت کې په امنیتي سرتیرو نهه بریدونه ترسره شوي چې پکې یو پولیس اؤ ۱۲ دپوځ اؤ ملیشې عسکر وژل شوي وؤ.

څېړونکي په پاکستاني ځواکونو د بريدونو د زیاتوالي علت دافغانستان اوسنی وضعیت ګرځوي. او په حکومت تور پورې کوي چې د ترهګرۍ د مخې نیولو په ځای په افغانستان کې د طالبانو خواخوږی لیدل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG