لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مودي د ۲۰۱۹ کال له ټاکنو مخکې د نه باور له رایې سره مخ دی


د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي د ۲۰۱۹ کال له ټاکنو څخه مخکې د نه باور له رایې سره مخ دی خو په پارلمان کې د خپل اکثریت له امله به د نه باور رایه بریالۍ نه شي.

بهاراتیا جاناتا پارټي (بي جې پي) د تېر ډیسمبر راهیسې وروسته له هاغې چې یو څو کاله یې په ارامه کار وکړ له ډېرو ننګونو (چیلنجونو) سره مخ شوی.

د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت به د جمعې په ورځ د نه باور رایې (نو کانفېډېنس وټ) سره مخی شي.

د هندوستان د پارلمان د ولسي جرګې په ۵۴۳ څوکیو کې تمه ده د لومړي وزیر نریندرا مودي ایتلاف به د نه باور دغې رایې ته ماته ورکړي.

خو مخالفین د راهول ګاندي د کانګرس ګوند په ګډون به په لومړی وزیر مودي باندې په مباحثه کې د مېرمنو د خوندیتوب، د جمو او کشمیر او یو شمېر نورو داسې مسلو کې زور واچوي.

د ډیسمبر راهیسې د واکمن بي جې پي ګوند له ډېرو چلنجونو سره مخ دی. په خپل ایالت ګوجرات کې یې په ډېر لږ توپیر په ډیسمبر کې وګټله او په ځینو نورو ایالاتونو کې د ایتلافونو په جوړولو کې پاتې راغی.

یاد ګوند د خپل واکمن ایتلاف دوه سیمیز متحدین هم له لاسه ورکړل چې یو په اندهارا کې د ډیسام پارټي وه او بله په کشمیر کې د پیپلز ډیموکراټیک پارټي.

همدارنګه د مودي پرضد د محصلینو، بزګرانو او یو شمېر نورو لخوا یو شمېر لاریونونه هم ترسره شول.

د حکومت د پارلماني چارو وزیر اننت کومار وايي چې حکومت یې د نه باور رایې لپاره چمتو دی ځکه دوی به یې د خپل اکثریت پر مټ وګټي.

د کانګرس ګوند مشران وايي، مخالفین به له دې موقع نه په استفادې د ښځو د خوندیتوب او د بزګرانو د اندېښنو مسلې راپورته کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG