لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د لوڅو فلمونو هنرمندې ته ورکړې پیسې خپل وکیل ته بیرته سپارلې


د امریکا سپینې ماڼۍ ویاندې منلي چې هغه هم د نورې امریکا په څېر د شورو- چارشنبې په ورځ خبره شوه چې ولسمشر ټرمپ د لوڅو فلمونو هنرمندې سټورمي ډېنیلز ته د ټاکلي رقم د ادایګۍ لپاره خپل وکیل ته پیسې ورکړې وې.

رپورټونه وايي ولسمشر ټرمپ خپل وکیل مایکل کوهن ته دا پیسې د ٢٠١٦م کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې ورکړې وې.

پر مېرمن سارا هکبي سېنډرز د خبریالانو له خوا فشار وو چې آیا دې د ولسمشر ټرمپ له خوا د معاوضې د ادایګۍ په اړه وړاندې دروغ ویلي او هڅه یې کړې وه چې په دې اړه مطبوعات په تیاره کې وساتي، خو هغې په خپله دفاع کې ویل:

"ما په دغه وخت هاغه خبرونه شریک کړي د کومو چې ماته قوي معلومات وو".

تېره ورځ د نیویارک پخواني ښاروال او د ولسمشر ټرمپ نیزدې ملگري روډي جولیاني په فاکس خبري چېنل دا ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ خپل وکیل ته هاغه پیسې ورکړي کومې چې وکیل د لوڅو فلمونو هنرمندې سټورمي ډېنیلز ته د ولسمشر ټرمپ له خوا ورکړې وې.

ولسمشر ټرمپ هم بیا پر ټویټر دغه خبره ریښتیا وبلله او ویې ویل چې خپل وکیل مائیکل کوهن ته یې هاغه پیسې بیرته ورکړې دي.

په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ مخالفینو گمان کاوه چې هغه مېرمن سټورمي ډېنیلز ته د انتخاباتو لپاره له ځانګړي رقم نه د یوې شپې لپاره یو لک دېرش زره امریکایي ډالره ورکړي وو، خو ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې دا خبره هم رد کړې ده.

د لوڅو فلمونو هدایتکاره او هنرمنده سټورمي ډېنیل- چې اصل نوم یې سټېپني گریگري کلِفرډ دی- وايي په ٢٠٠٦م کال کې ورسره ښاغلي ټرمپ یوه شپه تېره کړې وه.

Stormy Daniels
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:35 0:00

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG