لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وايي، امریکايي بزګرو ته یې اروپايي مارکیټونه پرانېستل


ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په آیوا ایالت کې له اروپايي ټولنې سره د شوي تړون ګټې خپلو بزګرو ته بیان کړې.

دا هغه بزګر دي چې د ټرمپ ملاتړ یې کړی وو خو اوس د چین لخوا ددوی په سویابینو او نورو تولیداتو باندې د ټکسونو د لوړوالي له امله تاواني شویدي.

چین وروسته له هاغې خپل ټکسونه په امریکايي تولیداتو باندې لوړ کړل کله چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په چینايي تولیداتو باندې ټکسونه ولګول.

"مونږ اروپا ته خپلې دروازې پرانیستې چې دا به د اروپا لپاره هم ډېر ښه وي او هم به مونږ او زمونږ بزګرو لپاره ځکه تاسو اوس یو ستر مارکېټ ته لاره ومونده. "

ټرمپ زیاته کړه، اروپايي ټولنې په دې موافقه وکړه چې ډېر ژر به په پراخه پیمانه امریکايي سویابین راونیسي ځکه چین کوښښ کاوه چې امریکايي بزګر ژوبل کړي.

ټرمپ په دې اړه نور جزیات ور نه کړل چې دغه خبرې یې د اروپايي کمېشن له مشر جان کلوډ ینکر سره د یو لیک په بڼه لیکلي چې د تړون په سترګه ورته کتل کیدای شي.

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او د ینکر تر لیدنې یوه ورځ مخکې د امریکا د کرنې وزارت اعلان وکړ چې دوی په لوړو ټکسونو باندې ژوبل شویو بزګرانو ته ۱۲ بیلینه ډالره مرسته برابروي.

د زیارت په ورځ د امریکا د سنېټ په اورېدنه کې د امریکا د سوداګرۍ له استازي رابړټ لایټیزر څخه پوښتنه وشوه چې ولې بزګرو سره مرسته کیږي خو د اقتصاد له نورو برخو سره چې هغوی هم په لوړو ټکسونو ژوبل شوي ورته مرسته نه کیږي؟

هغه په ځواب کې وویل:

"دا د حکومت نظر دی چې د هېواد کرنې (ذراعت) ته په ځانګړې توګه د لوړ ټکسونو له امله تاوان رسېدلی نو ځکه ولسمشر او د کرنې وزیر د مرستو دغه پروګرام رامنځ ته کړ. "

ځینې بزګر اوس هم په دې باور دي چې یاده مالي مرسته به د دوی په کاروبار باندې د لوړو ټکسونو اوږدمهاله اغیز راکم نه کړي.

د سویابینو یو بزګر مایکل سلټري وايي:

"زما لپاره دا ډېر لوی تاوان دی نه یواځې له دې امله چې بیې (قیمتونه) وغورځېدل بلکه زمونږ راتلونکي مارکیټونه به له مونږ څخه واخیستل شي. "

وروسته بیا په ماسپښين کې ټرمپ په ایلیونس ایالت کې د فولادو یا سټیلو جوړېدونکو ته وویل چې دده ادارې د چین لخوا د ناوړه سوداګریزو کړنو په وړاندې تر ټولو سخت غبرګون ښودلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG