لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امريکايي زندان کې بنديوانه عافيه صديقي مړه ده که ژوندۍ؟


د پاکستان له مطبوعاتو ترمخه د سپريم کوټ مشر قاضي په واشنګټن کې د پاکستان سفارتخانې ته امر کړی چې د امريکې په زندان کې بندي د پاکستانۍ ساېنسدانې ډاکټر عافيه صديقي په اړه دې په درې ورځو کې رپوټ وړاندې کړي چې آيا دا مړه ده که ژوندۍ.

د پاکستان سپريم کوټ درې کسيزه بېنچ نن د ډاکټر عافيه صديقي د خور ډاکټر فوزيه صديقي لخوا وړاندې شوي يو خواست اورونه کوله.

فوزيه صديقي عدالت ته ووېل د پاکستان کونسل جنرل عاېشه فاروقي په وروستيو کې د امريکې په ټېکساس رياست کې د عافيه صديقي سره ليدل کتل کړي.

دې خبرې ته په خپل غبرګون کې د پاکستان د سپريم کوټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار ووېل داسې ګونګوسي دي چې ډاکټر عافيه صديقي د امريکې په زندان کې مړه شوې ده، په واشنګټن کې د پاکستان سفارتخانه دې ددې خبرې سپيناوی اوکړي چې آيا عافيه مړه ده که ژوندۍ.

عافيه صديقي د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکې ده هغه په کال ۱۹۹۰م کې امريکا ته د اعلا تعليم لپاره تلې وه او په کال ۲۰۰۱ کې يي د امريکا د برېنډيز يونيورسټۍ نه په نېورو ساېنس کې پي اېچ ډي اوکړه.

په امريکا کې د ترهګر حملو وروسته عافيه صديقي پاکستان ته لاړه د هغې په اړه خالد شېخ محمد چې د ستمبر د ترهګر حملو ماسټر ماېنډ ګڼل کيږي امريکايي استخباراتو ته ويلي چې عافيه صديقي د القاېده لپاره د استاذې يا سامان وړلو راوړلو کار کوو.

هغه په دغه وخت کې په پاکستان کې سره د خپلو دريو بچو لا درکه شوه،او بيا څه موده وروسته د افغانستان په غزني کې اونيولی شوه.

هلته هغې په خپل بيان کې ويلي وو چې په زور بندي کړې شوې وه.،

په غزني کې د اختنو پوښتنو په وخت عافيه صديقي په کوټه کې پروت ټوپک اوچت کړو او يو امريکايي تن يي په ډزو ژوبل کړو په ځوابي ډزو کې عافيه صديقي هم ژوبل شوه .

کال ۲۰۰۸م کې د نيويارک عدالت عافيه صديقي د وسلې په زور اخستلو او د اقدام قتل په جرم کې ککړه اوبلله، او ۱۸مياشتې په زندان کې د ساتلو وروسته عدالت عافيه صديقي ته د ۸۶ کالو بند سزا اورولې .

عافيه صديقي په ځآن لګيدلي جرمونه نه مني او په پاکستان کې مذهبي ډلې د هغې د خوشي کولو لپاره وخت په وخت په پاکستان فشار اوچوي.

د عافيه صديقي په اړه په سوشل ميډيا داسې ګونګوسي خواره دي چې کني هغه د امريکا په جېل کې مړه شوې ده.

دهغې خور ډاکټر فوزيه ويلي د خپلې خور په اړه يي د امريکايي او پاکستاني چارواکو سره د رابطو ډېرې هڅې کړي خو څه ځواب ورته نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG