د زمبابوى په ضد پالى کيلي کې دزيارت په ورځ روان ميچ کې زمبابوى د ټاس گټلو وروسته سري لنکا ته دلمړي بيټنگ کولو بلنه ورکړه چې هم دغه پريکړه دزمبابوى لپاره گرانه ثابته شوه او دسري لنکا اوپنرانو نۀ يواځې دا چې په لمړۍ وکټه ښۀ شراکت داري وکړه بلکې ،دورلډ کپ په تاريخ کې دلمړۍ وکټې نوى ريکارډ يې جوړ کړى دى.
سري لنکا په مقررو 50ؤ اورونو کې داوؤ وکټو په تاوان زمبابوى ته دگټې لپاره د328ؤ رنزو هدف ټاکلى دى.
دسري لنکا لمړۍ وکټه د282 په مجموعي رنز پريوته چې پکې تهرنگا په 133 رنز اوټ شو، نوموړي پخپل اننگز کې 141 بال لوبولي او اوولس چوکې يې وهلي دي.
داوپنرانو دپارټنر شپ ريکارډ دپاکستان پخواني بيټسمين سعيد انور او وجاهت الله په کال 1999ء کې په مانسټر کې جوړ کړى ؤ چې دغو دواړو لوبغاړو 194ء رنز جوړ کړي وؤ.
همدغه راز دلشان په 131 رنز تر ټولو زيات 144 رنز جوړ کړي دي.
کپتان کمار سنگارا په يوولس او تهيلان سماراويرا په اتوؤ رنزو ناټ اوټ پاتې شوي دي.
دزمبابوى لخوا تر ټولو زياتې څلور وکټې کرس مپوفو واخستې، رى پرائس او پراسپر يو يو لوبغاړى اوټ کړى دى.
دپاکستان څخه دميچ بائيللو او اسټريليا په ضد ميچ دبارش نذر کيدو له امله ټورنامنټ کې سري لنکا ديو سخت صورتحال سره مخ ده.
په څلورو ميچونو کې دپينځوؤپوائنټونو ترلاسه کولو وروستو سري لنکن کرکټ ټيم هڅه کوي دزمبابوى په ضد ميچ په واضحه برترۍ سره وگټي ځکه چې دسري لنکا راتلونکې ميچ په اتلسمه فرورۍ ممبۍ کې دنيوزي لينډ په ضد دى چې پاکستان ته يې په يوسل او لسو رنزو دماتې ورکولو وروستو حوصلې لوړې شوي دي.
تړلي
1