لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اټارني جنرل عرفان قادر وائي ايجنسو700 کسان نيولي


داډيالې دورکو شوؤ کسانو دکيس داوريدنې په مهال دزيارت په ورځ دپاکستان سترې محکمې دسيکرټري فاټا لخوا په وړاندې کړل شوي راپور دبې اطمينانۍ څرگندونه کړې ده.
دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ دورکو شوؤ کسانو په اړه دکيس اوريدنه کړې ده.
دنننۍ اوريدنې په مهال اټارني جنرل عرفان قادر انکشاف کړى چې دترهه گرۍ په ضد دجگړې په اړه ايجنسو دنامعلومې مودې راهسې پرته له مقدمو لږ ترلږه 700 کسان نيولي دي.
هغه وويل چې ددغو نيول شوؤ کسانو څخه به يو تن هم په قبائيلي پټۍ کې دعملياتو تر مکمليدو پورې نۀ شي پريښودل کيدى خو په دې اړه يې دڅه وئيلو څخه ډډه کړې چې دغه کسان دڅومره مودې راهسې په بند کې دي.
عرفان قادر عدالت ته وويل په قبائيلي سيمو کې 700 کسان نيول شوي او هغوي به په دغو قبائيلي سيمو کې دروانو پوځي عملياتو پايې ته تر رسيدو نۀ شي خوشې کولى.
هغه وويل نيول شوي کسان به چارواکو ته تر هاغه وخته نۀ سپارل کيږي ترڅو چې قبائيلي سيمو کې کارروائي نۀ وي اودريدلې.
دهغه وينا وه چې په دغو بنديانو به مقدمه دفرنټئير کرائمز ريگوليشن( ايف ، سي ار) لاندې چلولى شي.
چيف جسټس اټارني جنرل څخه وپوښتل څنگه به مقدمه دايف سي ار لاندې چلولى شي او دهغه څخه يې پوښتنه وکړه چې په کوم اساس دغه کسان نيول شوي.
چيف جسټس وويل دغه کسان په غيرقانوني توگه بند کې تر نامعلومې مودې نۀ شي ساتل کيدى ځکه چې دغسې کول دائين او بنيادي حقونو خلاف ورزي ده.
هغه وويل مونږ تا ته دا نۀ وائيو چې هغوي پريږدۍ ، بلکې مونږ غواړو چې په هغوي دقانون سره سمه مقدمه وچلولى شي.
ددې په ځواب کې اټارني جنرل عرفان قادر وويل دغه بنديان دهاغو سيمو څخه نيول شوي چې دجنگ په حالت کې دي اؤ ځکه به پرې به دايف سي ار لاندې مقدمه چلولى شي.
وروستو کيس دجنورۍ تر 28مې نيټې پورې وځنډولى شو.
11 بنديان په ياد شوي کيس کې دراولپينډۍ داډياله جيل ددروازې څخه دمئ په 29مه نيټه کال 2010م کې ورک شوي وؤ، دغه کسان وروستو له هغې بې درکه شول چې هغوي اکتوبر کال 2009م کې دپوځ په جنرل هيډکوارټرز او انټرسروسز انټلي جنس(ائي ايس ائي) په حمزه کيمپ بريدونو کې دترهه گرۍ دتورونو څخه پاک وگرځولى شول.
وروستو ددغو 11ؤ کسانو څخه څلور په شکمن صورتحال کې مړۀ شول، سپريم کورټ ائي ايس ائي او ملټري انټلي جنس ته امر کړى چې پاتې اووۀ کسان دې دفرورۍ تر 13مې نيټې عدالت ته وړاندې کړي.
دغه کسان دعدالت په امر دخراب صحت په حالت کې دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته منتقل کړل شوي، کله چې دهغوي څخه چې کله پينځه کسان روغ شول نو هغوي په پاړه چنار کې يوې بندي خانې ته منتقل کړى شول.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG