لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي ډرون يې دخپلواکۍ په ضد دي


دپاکستان دخارجه دفتر وياند معظم علي خان دزيارت په ورځ وئيلي دي چې پاکستان پخپله خاوره دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون بريدونه غيرقانوني او دهيواد دخپلواکۍ څخه سرغړونه گڼي.
هغه دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې دپاکستان دوفاق ترانتظام لاندې قبائيلي سيمو کې دالقاعده او طالبانو په ضد په ازادانه ډول دډرون بريدونو ترسره کولو په حواله سي ائي اى ته داجازت ورکولو لپاره اوباما انتظاميه دلارښوونې يو کتاب ته غوڅ شکل ورکوي.
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند دامريکائي ډرون بريدونو په اړه دپاکستان دا دريځ يوځل بيا تکرار کړو چې پاکستان دغه بريدونه غيرقانوني او دهيواد دخپلواکۍ په ضد گڼي.
ديو راپور ترمخه دکال ٢٠٠۴م راهسې پاکستان کې ترسره شوؤ ډرون بريدونو کې د ٢٦٢٧ؤ څخه تر ٣۴٥٧ پورې کسان وژل شوي چې پکې اندازتاً د۴٧٥ؤ نه تر ٩٠٠ؤ پورې اولسي وگړي هم شامل دي.
دتيرو اتوؤ کلونو په مهال پاکستان کې ترسره شوؤ 362ؤ بريدونو کې د300ؤ څخه زيات دامريکا دموجوده صدر براک اوباما دواکمنۍ په دور کې ترسره شوي دي.
پاکستان دډرون بريدونو غندنه کوي اودا دخپلې خپلواکۍ په ضد گڼي خو امريکائي چارواکي دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يوه موثره وسله گرځوي.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ددغه بريفنگ په مهال معظم علي خان دا هم وويل چې پاکستان هند ته دتر ټولو دخوښې دهيواد دحيثيت ورکولو دخپل دريځ په ژمنه ولاړ دى.
دهغه وينا وه پاکستان هند سره دښه تجارت هيله کوي او دخپل گاونډي هيواد سره به دتجارتي اړيکو معمول ته دراوستو لپاره هڅې دوامداره ساتي.
دهغه وينا وه پاکستان غواړي هند سره ټولې معاملې دمذاکراتو له لارې هواري کړي او ټينگار يې وکړو چې بايد دواړه هيوادونه دکومو تحفظاتو لرې کولو لپاره دوه اړخيزه خبرې اترې غوره کړي.
هغه وويل هيله کوي هند به ډير زر دسمجهوتا ايکسپريس دبدې پيښې پلټنې مکمل کړي او په دغه جرم کې ککړو کسانو سره به محاسبه وکړي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG