د جمعېت علماء اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان ډيوه رېډېو ته وېلي دي د پاکستان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتومنځگړتېا ته تېار دی - مولانا دا وړاندیز په داسې وخت کې کړېدی چې د عوامي نېشنل گوند مشرانو د امنېت په موضوع د هېواد د ټولو سېاسي گوندونو غونډه رابللې- په ورستېو کې د پاکستان د طالبانو مشر حکيم الله محسود په ېو وېډېو پېغام کې خبرو اترولپاره رضامندي ښودلې وه- پاکستاني چارواکي او اولس طالبان د زرگونو پاکستانېانو په وژنه کې ککړ گڼي- طالبانو خپله په سوونو ځله په سېاسي، قامي مشرانو، حکومتي چارواکو، مخالفينو او عامو خلگو باندې د ځان وژونکو حملوپړه منلې خود جمېعت مشرډيوه رېډېو ته وائ پښتانه جگړې په مرکو ختموي- ددغه مرکې نور تفصیل دلته اورېدې شئ -
-
رحمان بونیری
رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-