لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيره بگټي : دامن لښکر پينځه غړي تښتول شوي


File Photo
File Photo
چارواکي وائي دخالي په ورځ دبلوچستان په ډيره بگټي سيمه کې په لسگونو وسله والو ديو قبائيلي امن لښکر په پوسته بريد کړى چې پکې يو تن وژل شوى او 5 پينځه نور تښتول شوي دي.
صوبائي چيف سيکرټري اکبردراني يو بهرني خبري اژانس سره ددغه پيښې په اړه خبرو کې وويل په لسگونو وسله والو په پوسته بريد کړى او د قبائيلي امن لښکر پينځۀ غړي يې پخپلو گاډو کې بوتللي دي.
هغه وويل دغه کسان وروستو له هغې وتښتول شول چې وسله والو دامن لښکر غړو ته دتسليميدو وينا وکړه.
اکبردراني زياته کړه کله چې دامن لښکر يو غړى مزاحمت وکړو نو بريدکوونکو هغه په ډزو سره ووژلو.
ډيره بگټي دبلوچستان دسرښار کوئټې څخه 400 کلو ميټره لرې جنوب ختيز لوري ته پرته سيمه ده.
سيمه ييز انتظامي چارواکي سيد فيصل شاه ددغه بريد پخلى کړى او وئيلي يې دي چې دبريد وروستو سيمې ته امنيتي ځواکونه رسيدلي او دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.
په سمدستي ډول ددغه بريد مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى.
حکومت دغه شان دامن لښکرې په سيمه کې دتشدد دمخنيوي لپاره پوځ سره دملاتړ لپاره جوړې کړي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG