لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلېمان کې د قباېلو مشر طالب کمانډر سره خپلوي مني


parliament-Pakistan-islamabad
parliament-Pakistan-islamabad
د پاکستان په پارليمان کې د قباېلي سيمو د منتخب نمائندگانو مشر ښاغلی منير اورکزی واي په قباېلي سيمه کرمه اېجنسۍ کې طالب کمانډرفضل سعيد ېې خپل دی - د ډيوه رېډېو پروگرام واشنگټن نه تر خېبره کې ښاغلي اورکزي په ځينو مسلو د طالبانو دفاع کړې- هغه دا نه مني تندلارو په بمي چاودنو، ځان وژونکو حملو ېا هدفي وژنو کې د دېرش زرو نه زیات کسان وژل شوي - منېر اورکزی واي د طالبانو په حملو کې ېواځې دوه زره خلق وژل شوي خو د دغه شمېرې په اړه هغه کوم کره معلو مات نه لري چې اولس قانع کړي- د پاکستان په پارلېمان کې منېر اورکزۍ ېواځېنې غړی نه دی چې د تندلارولپاره نرم زړه لري- د وزيرستان نه سېنټر مولانا صالح شاه، خېبر پښتون خوا اسمبلۍ کې مفتي کفاېت الله، جمېعت الاسلام (ف) ډلې مولانا فضل الرحمان اود گوند نور غړي او د جماعت اسلامي اکثره مشران په وزيرستان کې د عملېاتو مخالفت کوي- هم دغه دريځ د پاکستان د حکومت تر ټولو لوېې مخالف ډلې مسلم ليگ (ن) هم دی- که وکتل ‍شي نو اوسنی پارلېمان د طالبانو سره د چلن په موضوع ښکاره وېشلی شوی دی- تر اوسه داسې ښکاري چې د تند لاريتوب مخالفت ېواځې پيپلز گوند، عوامي نېشنل پارټي او متحده قومي مومېنټ کوي- پاکستاني چارواکي او اولس طالبان د زرگونو پاکستانېانو په وژنه کې ککړ گڼي- طالبانو خپله په سوونو ځله په سېاسي، قامي مشرانو، حکومتي چارواکو، مخالفينو او عامو خلقو باندې د ځان وژونکو حملوپړه منلې- د منېر اورکزي او د ډېوه همکار رحمان بونېري تر منځه د سوال ځواب دغه برخه دلته اورېدې شۍ-
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:09:01 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG