لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اى پي سي طالبانو سره دفوري امن مذاکراتو لپاره غږ کړى


ددغه کانفرنس برخه والو طالبانو سره په خبرو اتفاق کړى ؤ ، خو دپاکستاني طالبانو وياند داى اين پي دټول گونديز کانفرنس دخبرو اترو وړانديز رد کړى ؤ اؤ دا يې داى اين پي دراتلونکو انتخاباتو دايجنډې برخه گرځولې وه
ددغه کانفرنس برخه والو طالبانو سره په خبرو اتفاق کړى ؤ ، خو دپاکستاني طالبانو وياند داى اين پي دټول گونديز کانفرنس دخبرو اترو وړانديز رد کړى ؤ اؤ دا يې داى اين پي دراتلونکو انتخاباتو دايجنډې برخه گرځولې وه
په قبائيلي سيمو کې دامنيت دټينگښت لپاره دلارو چارو لټولو په اړه دپاکستان پايتخت اسلام اباد کې دترسره شوي ټول گونديز کانفرنس په پايې کې جاري شوې گډې اعلاميې کې دپاکستان په حکومت طالب جنگيالو سره په فوري ډول دخبرو اترو لپاره دگامونو اخستو غږ شوى دى.
اى پي سي دپاکستاني طالبانو سره دخبرو اترو لپاره دلويې قبائيلي جرگې دپليټ فارم په استعمالولو هم اتفاق کړى دى.
داى پي سي اعلاميه کې دقانون اؤ پاکستاني حکومت دعملدارۍ په نظر کې نيولو سره دامن په لوري دگامونو اخستو ټينگار شوىدى.
مرکزي واکمن گوند پاکستان پيپلز پارټۍ( پي پي پي) اؤ دحزب اختلاف ستر گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره داخستل کيدونکو ټولو گامونو دملاتړ باور ورکړى دى.
کانفرنس ته پخپله وينا کې دپاکستان مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف په ټولو سياسي گوندونو هيواد ته دپيښو چيلنجونو مقابلې لپاره هم زور راوړى دى.
دمسلم ليگ(ن) مشر وويل دپاکستاني طالبانو له لوري دخبرو اترو وړانديز بايد په سنجيدگۍ سره واخستل شي.
هغه وويل نۀ يواځې پاکستان بلکې ټوله سيمه ترهه گرۍ پخپله غيږه کې اخستې ده.
هغه داى پي سي په راغوښتو جى يو ائي (ف) ته مبارکي وويله اؤ زياته يې کړه چې بايد مونږ خپل اختلافونه يو طرف ته کښيږدو اؤ په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره خپل کردار ادا کړو.
د پي پي پي صدر مخدوم امين فهيم وويل دهغه گوند به دائين سره سم دامن لپاره داخستونکي هر گام ملاتړ کوي.
دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې يوځل بيا ددغه هيواد بيلا بيل سياسي اؤ مذهبي گوندونه طالبانو سره دخبرو اترو په موخه راټول شوي وؤ.
په دغه ټول گونديز کانفرنس کې جماعت اسلامي ، هم برخه لري چې دعوامي نيشنل پارټۍ په تير ټول گونديز کانفرنس کې يې دبرخې اخستو څخه انکار کړى ؤ.
له دې وړاندې دپاکستان په ناقراره قبائيلي سيمو کې دامنيت دټينگښت په غرض دجى يو ائي – ف لخوا راغوښتل شوي ټول گونديز کانفرنس ته پخپله وينا کې مولانا فضل الرحمان وويل دپاکستاني پوځ په باور کې داخستو پرته به طالبانو سره خبرې اترې بې گټې وي.
هغه وئيلي په قبائيلي سيمو کې امن په گاونډي هيواد افغانستان کې د امن ټينگښت سره تړلى دى.
ټول گونديز کانفرنس کې دنورو بيلا بيلو سياسي گوندونو ترڅنگ دپاکستان مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف اؤ د(ن) ليگ نور غړي راجا ظفرالحق اؤ اقبال جهگړا، دپاکستان مسلم ليگ قائد( پي ايم ايل- ق) صدر چوهدري شجاعت حسين اؤ سيکرټري جنرل سيد مشاهد حسين ، دجماعت اسلامي ( جى ائي) منور حسن، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ محمود خان اچکزى اؤ دعوامي مسلم ليگ( اى ايم ايل) صدر شيخ رشيد شامل دي.
داى پي سي پرانستې غونډې ته پخپله وينا کې فضل الرحمان وويل کانفرنس دلويې قبائيلي جرگې په غوښتنه رابلل شوى دى.
هغه وويل” بايد مونږ ماضي شاته وغورځوؤ اؤ دامن خبرو اترو لپاره مخ په وړاندې لاړ شو“
په اى پي سي کې په شرکت فضل الرحمان دواکمن گوند پيپلز پارټۍ ستائينه وکړه خو وې وئيل چې حکومت ته به لا طالب جنگيالو سره دخبرو لپاره يوه واضحه تگلاره جوړول وي.
مولانا فضل الرحمان وويل قبائيلي مشرانو ورته اى پي پي سي کې دهغوي داستازيتوب اختيار ورکړى.
هغه وويل بايد اى پي سي دا فيصله وکړي چې دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو( فاټا) ته ځانله حيثيت ورکړل شي اؤ که نه موجوده حيثيت يې برقراره وساتل شي.
دقبائيلي جرگې مشر ملک قادر خان پخپلو څرگندونو کې وويل بهرنۍ نړۍ ته قبائيلي سيمې اؤ ترهه گري يو شان ښکاري.
دهغه وينا وه قبائيل مينه ناک خلک دي ، ترهه گري زمونږ په ضد ده اؤ زياته يې کړه چې که چرې مونږ نن نيوکلئير طاقت يو ولې ويريږو؟
دپي ايم ايل (ق) مشر مشاهد حسين وويل که چرې هند سره خبرې کيدى شي نو طالبانو سره ولې نه؟
دجماعت اسلامي امير سيد منور حسن پخپله وينا کې وويل بايد دطالبانو دوړانديز مثبت ځواب ورکړل شي.
دقومي وطن پارټۍ مشر افتاب شيرپاؤ وويل که طالبان وسلې وغورځوي نو دمذاکراتو څه ضرورت دى، ترڅو چې دخيبرپښتونخوا ټول قيات په کومه يوه خبره نۀ وي متفق شوى ، امن نۀ شي ټينگيدى.
دجمعيت علماء اسلام له لوري دټول گونديز کانفرنس دغه غونډه وروستو له هغې رابلل شوې ده چې په روانه مياشت کې دخيبرپښتونخوا واکمن سياسي گوند عوامي نيشنل پارټۍ لخوا هم په اسلام اباد کې طالبانو سره دخبرواترو په اړه دټول گونديز کانفرنس ترسره شوى دى.
ددغه کانفرنس برخه والو طالبانو سره په خبرو اتفاق کړى ؤ ، خو دپاکستاني طالبانو وياند داى اين پي دټول گونديز کانفرنس دخبرو اترو وړانديز رد کړى ؤ اؤ دا يې داى اين پي دراتلونکو انتخاباتو دايجنډې برخه گرځولې وه.
طالب وياند په ډاگه کړې وه چې هغوي اوس هم دپاکستان دحکومت اؤ پوځ له لوري دهغوي دخبرو دوړانديز يو سنجيده ځواب ته په انتظار دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG