لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرمه ايجنسي : بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


چارواکي وائي دجمعې په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.
دپوليټيکل انتظاميې دچارواکو ترمخه دکرمې ايجنسۍ دعليزۍ سيمې څخه پاړه چنار ته دمسافرو په يو روان بس شيرکونومې سيمه کې دسړک په غاړه ښخ بم چاؤديدلى دى.
پيښه کې ژوبل کسان دعلاج لپاره هيډکوارټر هسپتال ته رسول شوي چې دغلته دځينو حالت سخت ښودل شوى دى.
دايجنسي هيډکوارټرز هسپتال يو ډاکټر زاهد وائي چې چاؤدنه کې يو تن په موقع ساه ورکړې اؤ بل هسپتال کې مړشوى.
هغه زياته کړې ده چې پيښه کې دژوبلو شوؤ شپږو کسانو علاج روان دى.
دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې ده.
څو مياشتې دمخه کرمه ايجنسي دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو څخه پاکه گرځول شوې وه ، خو په سيمه کې دتشدد دپيښې راپورونه اوس هم ترلاسه کيږي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG