لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا وايي نۀ پاکستان کې ډرون حملې ودروي اؤ نۀ افغانستان څخه اوځي


دامريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پاکستان کې دنوي حکومت جوړيدو راپديخوا دغه هيواد ته دخپل لمړي سفر په مهال دپاکستان د وزيراعظم د بهرنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې په ډاگه کړې ده چې نۀ خو امريکا په پاکستان کې ډرون بريدونه ودروي اؤ نۀ هم دافغانستان څخه خپل پوځ په بشپړ ډول وباسي .
دښاغلي کيري ددغو څرگندونو څخه وروستو دپاکستانۍ ميډيا اؤ ځينو څيړنکارو هاغو څيړنو خپل ارزښت دلاسه ورکړى چې گنې امريکا په سيمه کې روان جنگ بائيللى اؤ غواړي دافغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړي.
دزيارت په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې گډ مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په وخت دپاکستان دبهرنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز وويل ډرون بريدونه نه يوازې دپاکستان دخپلواکۍ خلاف ورزي ده بلکې ددې له امله دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دگټې پځايې تاوان هم کيږي.
ښاغلي کيري دپاکستان ددغه دريځ په اړه وويل هغه د ډرون حملو په هکله دپاکستان د انديښنو څخه خبر دى خو نوموړي پاکستان ته ورياده کړه چې دالقاعده دمشر ايمن الظواهري پشان عناصر چې په دې هيواد کې کوم فعاليتونه لري ايا هغه دپاکستان د خپلواکۍ څخه سرغړونه نۀ ده؟
هغه وويل کوم خلک چې پاکستان کې جوماتونه اؤ بې گناه وگړي په نخښه کوي هغوئ خو هم دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه کوي.
امريکائي چارواکي وويل دډرون حملو په اړه دامريکائي صدر براک اوباما تگلاره واضحه ده اؤ په دغه اړه پاکستان سره خبرې رواني دي .
هغه ديوې پوښتنې په ځواب کې د دوحې په مزاکراتو کې د پاکستان د هڅو ستائنه وکړه خو ورسره يې دا خبره هم په ډاگه کړه چې کۀ په دوحه کې طالبانو سره خبرې اترې کاميابيږي اؤ کۀ نه خودا به دافغانستان په هکله دامريکا په تگلاره کومه اغيزه ونۀ کړي.
جان کيري په دغه موقعه دا خبره هم واضحه کړه چې امريکا به افغانستان څخه په مکمله توگه نۀ اوځي دهغه په وينا دافغانستان څخه دامريکايي پوځيانو د وتلو عمل يوازې دغلته دامريکا دپوځ شميره کې کمى راوستل دي نۀ چې د افغانستان څخه وتل.
جان کيري وويل دپاکستان وزيراعظم نوازشريف سره يې سودمنې خبرې اترې کړي اؤ هغه ته يې دامريکا دصدر لۀ لوري دامريکا دسفر بلنه ورکړې ده .
په دغه موقعه دواړو چارواکو راتلونکو شپږو مياشتو کې د سټريټجک مذاکراتو د بحالولو اعلان هم وکړو.
دامريکا خارجه وزير وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ دجامع، ژورې اؤ پراخه شراکت دارۍ په غرض هغوي دسټريټجک مذاکراتو په پيل کولو متفق دي.
امريکا اؤ پاکستان دامنيت اؤ پرمختيا په پروگرامونو ٢٠١٠م کې دلوړې کچې خبرې اترې پيل کړې وې، خو دغه خبرې دکال ٢٠١١ دنومبر په مياشت کې وروستو له هغې وځنډيدې چې مهمند ايجنسۍ کې په سلاله نومې چيک پوسټ امريکائي فضائي حمله کې ٢٤ پاکستاني پوځيان ووژل شول.
ددغه پيښې ترڅنگ دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ په يو لړ نورو معاملو هم اړيکې تاؤژنې وې، چې پکې لاهور کې دسي ائي اى ديو کنټريکټرريمنډ ډيوس په ډزو ددوؤ پاکستاني ځوانانو وژنه، ډرون حملې اؤ ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دوژلو لپاره ترسره شوي خفيه امريکائي عمليات شامل دي.
دپاکستان د بهرنيو چارو د دفتر د وياند لخوا ميډيا ته په تيريدونکو زياتره اوونيزه احوالونو کې دپاکستان لۀ لوري د ډرون بريدونو اؤ افغانستان څخه دامريکايي پوځيانو د وتلو په معاملو خبرې کيږي چې دهغې په بنياد دپاکستان دپوځ ځينې ريټائرډ چارواکي اؤ د دفاعي چارو ماهرين دپاکستان په ميډيا دعوې کوي چې امريکا افغانستان کې روان جنگ بائللى اؤ اوس ددغه هيواد څخه وتل غواړي .
همدغه شان د پاکستان نوي وزيراعظم ميانوازشريف داقتدار د واگو سمبالؤلو په مهال وئيلي وؤ حکومت يې امريکا سره غوره اړيکې لرل غواړي خو امريکا ته به د ډرون بريدونو معامله په سنجيدگۍ سره اخستل وي .
خو پاکستان ته دجان کيري په دغه اوسني سفرکې نوموړي امريکايي چارواکي په دغو دواړو چارو دامريکا نظر په ډاگه کړى اؤ وئيلي يې دي امريکا پاکستان سره تلپاتې اؤ مضبوطې اړيکې غواړي ، کومې چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې مرستې يا ديوې موضوع پورې محدوديدل نۀ دي پکار.
دبهرنو چارو وزير وويل امريکا غواړي پاکستاني اولس سره په اقتصادي اؤ دانرژۍ په ستونزو کې مرسته وکړي.
مطبوعاتي کانفرنس ته په خپله وينا کې دبهرنيو چارو په هکله دپاکستان د وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وويل پاکستان دافغانستان په مشرۍ دافغان امن عمل ملاتړ کوي اؤ پاکستان په دغه عمل کې يواځې دمرستندويه کردار ادا کولى شي.
هغه وويل پاکستان افغانستان کې امن غواړي اؤ دپرامنه اؤ باثباته افغانستان باوري کولو لپاره به خپل ملاتړ دوامداره ساتي.
څيړونکي وايي پاکستان ته د جان کيري په دغه اوسني سفرکې د پاکستان اؤ امريکا ترمينځ د سټراټيجکي خبرو دبيا پيل کولو اعلان اؤ وزيراعظم نوازشريف ته دامريکا دسفربلنه ورکول د دواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو پراختيا ته دلارې برابريدو ښې موقعې دي.
خو د دواړو هيوادونو ترميځ دتلپاتې اړيکو دار ومدار به په دې خبره وي چې کله د کال ٢٠١٤ څخه دافغانستان څخه دبهرنيو پوځيانو د وتلو لړۍ پيل شي ايا د هغې وروستو به پاکستان په حقيقي معنو کې افغانستان کې دامنيت دټينگښت دپاره خپلې ژمنې عملي کړي کۀ نه بيا به د طالبانو لخوا دکابل د واگو نيولو تور دپاکستان په اوږو پريوځي؟
دا په داسې حال کې ده چې افغاني چارواکي په پاکستان تور لگوي چې افغاني طالبان يې پخپل لاس کې نيولي اؤ غواړي چې يو ځل بيا هغوئ د کابل د اقتدار په تخت کښينوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG