لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : ځانمرگي بريد کې دافسرانو په شمول ٣٠ پوليس وژل شوي


دزيارت په ورځ دپاکستان دبلوچستان ايالت دسرښار کوئټې په پوځي چاوڼۍ يا کينټ دسيمې دننه پوليس لا ئنز کې ديو وژل شوي پوليس ايس ايچ او دجنازې دنمونځ په مهال ترسره شوي ځان وژونکي بريد کې دډي ائي جي اپريشنز اؤ نورو لوړ پوړو پوليس افسرانو په گډون ٣٠ کسان وژل شوي اؤ ٥٠ نور ژوبل دي.
په وژل شوؤ کې د ډي ايي جي اپريشنز فياض احمد سنبل تر څنگ ايس پي هيډکوارټر ،د ټريفک ايس پي اؤ ډي ايس پي هيډکوارټر شمس الرحمان پشمول گڼ شمير پوليس افسران اؤ عسکر شامل دي.
عيني شاهدان وائي دکوئټې دسټي تاڼې ايس ايچ او محب الله دزيارت په ورځ دنامعلومو وسله والو لخوا په يو بريد کې وژل شوى ؤ اؤ وروستو دهغه جنازه په پوليس لا ئنز کې کيدله ، چې په دغه مهال يوه زورداره چاؤدنه وشوه.
دعيني شاهدانو له مخې په دغه جنازه کې دائي جي بلوچستان مشتاق احمدسپرا په گډون گڼ شمير پوليس افسران موجود وؤ، اؤ کله چې دجنازې دنمونځ دپاره صف بندي کيدله ، په دغه مهال يو تن ځانمرگي ځان پسي تړلي بارود والوځول.
ددغه چاؤدنې سره سم په جنازه کې دشاملو زياترو کسانو اندامونه په هوا کې والوتل اؤ هرخوا الغاؤ تلغاؤ جوړ شو.
سرچينې وايي چې په دغه بريد کې ائي جي مشتاق سپرا ته څه رقم زيان نۀ دى رسيدلى .
سرچينو په دغه ځان مرگي بريد کې دگڼ شمير پوليس افسرانو دوژل کيدو انديښنې هم ښودلي دي، خو لا په سمدستي ډول دهغوي پيژندگلو نۀ ده شوې.
په پيښه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان دکوئټې پوځي روغتون يا سي ايم ايچ ته رسول شوي ، چې دغلته هم د١٥ کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي اؤ له دې امله دمړو شمير کې داضافې انديښنه ده.
دوژل شوي ايس ايچ او دجنازې دکوريج دپاره په موقع موجودو ځينې صحافيانو وئيلي پوليس لا ئنز ته دهغوي دورتگ په مهال کلک امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ څو، څو ځل هغوي دتالاشۍ دعمل څخه تير شوي وؤ.
دغه صحافيان وائي دتالاشۍ عمل دومره سخت ؤ، چې دهغوي کيمرې هم په بې کچه ځيرکۍ سره کتل کيدې، خو نۀ پوهيږي چې ددومره سختو امنيتي انتظاماتو باوجود اخرڅه رنگه ځان وژونکى تن دبارودو سره دپوليسو دغه انتهائي مهم مرکز ته په ننوتو اؤ دافسرانو په مينځ کې په ځان الوځولو کې کامياب شو؟
ځينې سرچينې وائي دځان وژونکي هدف ائي جي مشتاق سپرا ؤ، دچا په کور چې له دې وړاندې هم دغه رقم يو ځانمرگي بريد شوى ؤ، په هغه بريد کې ځان وژونکي دبارودو ډک گاډى دائي جي دکور ديوال سره جنگولى ؤ، خو په دغه پيښه کې هم دبلوچستان دپوليسو مشر ته څه زيان نۀ ؤ رسيدلى.
ددغه اوسنۍ پيښې پړه په سمدستي ډول چا په غاړه نۀ ده اخستې، خو زياتره وخت په بلوچستان کې ددغه رقم ترهه گريزو پيښو پړه بلوچ بيلتون خوښې ډلې په غاړه اخلي.
په بلوچستان صوبه کې دتيرو څو کالو راهسې دامنيت وضعه زياته کړکيچنه شوې اؤ دغلته نۀ يواځې په امنيتي ځواکونو بريدونه کيږي، بلکې ترهه گر، طالب علمان ، شيعه مسلمانان اؤ عام وگړي هم دبريدونو لاندې نيسي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG