لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور : امريکا خپلې قونصلگرۍ څخه سفارت کارو ته دوتلو امر کړى


دامريکې دخارجه محکمې وينا ده چې دترهه گرۍ دانديښنو له امله يې دپاکستان دپنجاب صوبې پلازمينه لاهور کې امريکائي قونصلگرۍ څخه ټولې غيرضروري عملې ته دوتلو امر کړى دى.
دزيارت اؤ جمعې په مينځ شپه دامريکې دخارجه محکمې له لوري دخبرداري په جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي په پاکستان کې دگڼو بهرنو اؤ کورنو ترهه گرو ډلو موجودگي دامريکائي وگړو دپاره خطره ده.
ددغه خبرداري له مخې دپنجاب په پلازمينه لاهور کې دامريکائي قونصلگرۍ په بابله دموجودې ځانگړې خطرې له امله ددغه ځايې څخه ټولې غيرضروري عملې ته دوتلو امر شوى دى.
اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې وياند ميگن گريگورس وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې دسفارتي عملې تحفظ دخارجه محکمې لمړۍ ذمه واري ده اؤ دنورو هيوادونو په څير پاکستان کې هم دحفاظتي گامونو پرله پسې جاج اخستل کيږي.
دغه وياند په ډاگه کړې ده چې دقونصلگرۍ څخه دبيړنۍ اړتياوؤ دعملې پرته دنورو ټولو کسانو ويستل داحتياطي تدابيرو په توگه دي اؤ دقونصلگرۍ دبيا پرانستو په اړه کوم وخت نۀ دى روښانه کړل شوى.
ميگن گريگورس وئيلي دممکنه انديښنو دجاج اخستنې ترڅنگ دسفارتي گامونو په بابله هم مناسبې اضافي پريکړې کولى شي.
ترجمان وائي دتازه خطرو څخه دژغورنې دپاره پاکستاني چارواکو سره په گډه کار کوي.
دسفارت خانې وياند زياته کړه دا وخت خطره دلاهور قونصلگرۍ پورې محدوده ده اؤ په اسلام اباد کې به امريکائي سفارت خانه اؤ دنورو ښارونو قونصلگرۍ دوړوکي اختر درخصتو څخه وروستو دگل په ورځ پرانستل کيږي.
دامريکې دسفارت خانې په ويب پاڼه يو بل پيغام کې دسفارت خانې مامورينو ته دراتلونکې اوونۍ دپيل پورې داسلام اباد په لمنه کې دمارگلې غرونو ته دتگ څخه ډډې کولو مشوره هم ورکړل شوې ده.
دپيغام له مخې ددغه خبرداري يوه وجه دمارگلې په غرونو اؤ خواؤشا کې اوس اوس دپوليس لخوا دشوؤ کارروائيو په بابله خبرونه هم دي.
داسلام اباد پوليسو دځمکنو اؤ هوائي کمانډوز په مرسته تيره اوونۍ په دغو علاقو کې دترهه گرو دممکنه موجودگۍ په اطلاع دلټونې عمليات کړي وؤ، چې دهغې څخه وروستو خواؤشا ٣٠ امنيتي ډلې هم دمارگلې په غرونو لگول شوي دي.
ديادونې وړ ده چې دالقاعده له لوري په امريکائي سفارت خانو دممکنه حملو دانديښنې په نظر کې نيولو سره تيره اوونۍ امريکې خپلې يو شمير سفارت خانې اؤ قونصلگيرۍ په عارضي ډول تړلې وې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG