لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوئټه :دوړوکي اختر په موقع په جومات حمله کې ١٠ کسان وژل شوي


دپاکستان دناقرارې صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې داختر دنمونځ په موقع په يو جومات شوؤ ډزو کې لږ ترلږه ١٠ کسان وژل شوي دي.
پيښه کې ١٥ کسان ژوبل شوي هم دي، چې دعلاج لپاره روغتونونو ته رسول شوي دي.
دپاکستان د ناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې له دې يوازې يوه ورځ له مخې د کوئټې په پوليس لائنز کې د وژل شوي يو پوليس افسر د جنازې د نمونځ په مهال ترسره شوي ځان مرگي بريد کې د يوشمير لوړ پوړو پوليس افسرانو په گډون ٣٨ کسان وژل شوي ا ؤپه شلگونو نور ژوبل شوي وؤ.
دپوليسو يو لوړپوړي چارواکي بشير احمد د اختر په ورځ د رامينځته شوې دغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي ” څلورو وسله والو هاغو مهال په خلکو ډزې پيل کړې ، کله چې نمونځ گزار داختر دنمونځ ادا کولو وروستو دجومات څخه بهر راوتل“
دغه بريد دکوئټې دمشرقي بائي پاس سيمې په فاروقيه نومې جومات شوى دى.
هغه وويل چې دډزو ددغې پيښې په موقعه دپاکستان پيپلز پارټۍ( پي پي پي) پخوانى صوبائي وزير علي مدد جتک هم جومات کې موجود ؤ اؤ دبريدممکنه هدف هغه کيدى شي.
دهغه وينا وه علي مدد ددغه حملې څخه ژوندى وتلى ، خو دهغه په گاډي گولۍ لگيدلي دي.
ددغه بريد ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو په کوئټه کې دتشدد دغه رقم پيښې اکثره چارواکي دبلوڅ بيلتون خوښو ډلو کارروايۍ گرځوي.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ دبريدکوونکو لټه يې پيل کړې ده.
دپاکستان بلوچستان صوبه کې دتيرو څو مياشتو راهسې امنيتي وضعه تر ډيره حده خرابه اؤ دغلته په لږه موده کې گڼې دغسې دتشدد خونړۍ پيښې رامينځته شوي چې پکې امنيتي ځواکونه، شيعه ورورولي ، عام وگړي اؤ طالب علمان په نخښه کړل شوي دي
تيره ورځ کوئټه کې ديوځانمرگي بريد له امله ديو شمير پوليس افسرانو پشمول د٣٨ؤ کسانو دوژل کيدو ترڅنگ دنهې په ورځ دکوئټې څخه ٧٠ کلو ميټره جنوب لويديز لوري ته دبولان ضلعې په مچ سيمه کې تښتول شوي ١٤ کسان د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي وؤ چې پکې يو پاکستانى پوځي هم شامل ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG