لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بولان: په اور گاډي بريد کې څلور کسان وژل شوي


دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په بولان سيمه کې وسله والو جنگيالو دجمعې په ورځ دمسافرو په يو ريل گاډي جعفر ايکسپريس بريد کړى چې پکې څلور مسافر وژل شوي اؤ ١٠ نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دسرښار کوئټې څخه راولپينډۍ ته په تلونکي ريل گاډي جعفرايکسپريس په غرونو کې دوړاندې څخه ناستو نامعلومو وسله والو د بولان په مچه نومې سيمه کې راکټ داغلى اؤ وروستو يې پرې په وړو وسلو سره بريد کړى.
سرچينې وائي ددغه بريد له امله دريل گاډي اينجن اؤ لمړۍ ډبې ته زيان ورسيدو اؤ دوه کسان هم وژل شوي دي.
پاکستان کې په ١١م مئ دعامو انتخاباتو څخه دمخه هيله کيده چې ددغو ټاکنو وروستو رامينځته کيدونکى حکومت به دستونزو په هواري کې بريالى شي، خو بلوچستان کې دنوي حکومت جوړيدو راپديخوا دورانکارۍ پيښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.
دتيرو څو مياشتو راهسې دصوبې په بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو، اولسي وگړو اؤ طالب علمانو خونړي بريدونه ترسره شوي چې په کې په لسگونو کسان وژل شوي دي.
په اورگاډي د بريد پيښه کې ژوبل کسان دکوئټې هسپتال ته رسول شوي چې پکې ددوؤ حالت سخت ښودل کيږي.
دپيښې وروستو بريدکوونکي په تيښته بريالي شوي ، خو تر دې دمه چا ددغه بريد ذمه واري په غاړه نۀ ده اخستې.
تيرو ورځو کې دبلوچستان په بولان سيمه کې وسله والو جنگيالو پنجاب ته په تلونکو بسونو ناست د پنجاب صوبې سره تعلق لرونکي ديارلس کسان د پيژندگلو وروستو تښتولي اؤ بيايې وژلي وؤ.
ددغه بريد مسؤليت بلوچ لبريشن ارمي په غاړه اخستى ؤ.
څيړونکي وايي په بلوچستان کې کۀ هرڅو د امنيت وضعه ورځ تر ورځه خرابيږي خو حکومت دغلته د موجودو وسله والو ياغيانو په ضد کوټلي عمليات لۀ دې ويرې نۀ پيل کوي چې هسې نۀ د هغوئ د بيلتون غوښتنې تحريک اولسي بڼه خپله کړي اؤ حالات ورسره نور هم د کنټرول څخه بهر شي.
دبلوچستان دبدامنۍ په صورتحال دپاکستان سترې محکمې هم پخپله نوټس اخستى چې اوريدنه يې کوئټه رجسټرۍ کې روانه ده خو څيړونکي وايي چې لکه څنگه د کراچۍ په وضعيت د سترې محکمې پخپله د نوټس اخستو دکيس پريکړې کومه ډاگيزه نتيجه ونۀ لرله دغسې د بلوچستان په اړوند د سترې محکمې پريکړې څخه هم زياتې هيلې نۀ شي لرل کيدى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG