لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ:دپوليسو په گاډي دوسله والو حمله کې دوه عسکر وژل شوي


دپاکستان دخيبرپښتونخوا په صوابۍ سيمه کې دپوليسو په يو گاډي دوسله والو کسانو بريد کې دوه پوليس عسکر وژل شوي اؤ درې نور زخمي شوي دي.
دتيرو څو مياشتو راهسې په خيبرپښتونخوا کې په پوليسو دغه رقم ترهه گريزو بريدونو کې تر ډيره حده اضافه شوې ، چې پکې تر دې مهاله داعلي افسرانو په گډون گڼ شمير پوليس وژل شوي دي.
دصوابۍ دپوليسو مشر ډاکټر ميا سعيد وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي ، دغه پيښه هاغه مهال دصوابۍ په يوه کليواله سيمه کې رامينځته شوه ، کله چې پوليسو په هوائي ډزو کې ککړ يو ملزم دگرفتار ورولو څخه وروستو تاڼې ته بوتللو.
دميا سعيد له مخې په دغه مهال په لاره کې ناستو پينځوؤ وسله والو دپوليس په گاډي ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې يو تاڼيدار اؤ يو پوليس عسکر په موقع مړۀ اؤ درې نور زخميان شوي دي.
هغه وويل دژوبل پوليسو وضعيت دخطرې څخه بهر دى.
دپوليسو مشر زياته کړه دوسله والو په ډزو دپوليس گاډي کې ناست ملزم هم لگيدلى اؤ ژوبل شوى دى.
نوموړي دعوه وکړه چې بريدکوونکې ډله په گوته شوې ده اؤ دهغوي خلاف عمليات روان دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG