لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سفير:دتندلارومرکزونه ختمولو کې دپاکستان ملاتړ ته اړتيا ده


په پاکستان کې دافغانستان سفير عمر داودزي وئيلي دي چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ گڼې معاملې رڼې دي خو دامنيت په معامله افغانستان پاکستان کې دطالبانو اؤ تندلارو دخوندي ځالو په ختمولو کې ددغه هيواد ملاتړ ته ضرورت لري.
د وائس اف امريکا انگريزي برخې سره خبرو کې افغان سفير عمرداودزي وويل څه چې يې وئيلي دهغې په اړه افغانستان ثبوتونه لري اؤ صدر حامد کرزى به په راتلونکې اوونۍ کې داسلام اباد ددورې په مهال پاکستان سره په دغه اړه خبرې اترې کوي.
افغان سفير ددواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو ښه والي کې دپاکستان دنوي حکومت څخه هيله مند دى اؤ وائي په پاکستان کې نوي حکومت ته دروند( اولسي ) اختيار ترلاسه دى.
نوموړي وويل ددغه حکومت اقتدار ته درسيدو څخه وړاندې هغوي هيله لرله چې نوى حکومت به افغانستان کې دامنيت دټينگښت اؤ ثبات لپاره گامونه اخلي.
افغان سفير وويل دا نۀ ده په ډاگه چې تيرکال دپاکستاني بندي خانو څخه د٢٦ؤ افغان طالب بنديانو دخوشې کيدو سره دامن خبرو اترو ته گټه رسيدلې که نه.
دهغه وينا وه چې ددغو طالب بنديانو دخوشې کولو څخه دمخه اؤ وروستو پاکستاني چارواکو افغان مشرانو سره دمعلوماتو کافي راکړه ورکړه نۀ ده کړې اؤ دهغوي اته پته نيشته.
افغان ډيپلوماټ وويل چې پاکستان اوس افغانستان ته باور ورکړى چې دپاتې بنديانو دخوشې کولو په حقله به ورته معلومات ورکولى شي. افغان سفيردغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې ټاکل شوې ده دګل په ورځ دافغانستان صدر حامدکرزى دپاکستان په سفير اسلام اباد ته رسيږي. دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ په دې وروستيو کې هاغه وخت اړيکې يو څه تاؤژنې شوي چې افغان چارواکو پاکستان افغانستان کې په لاس وهنه تورن کړو اؤ وې وئيل چې پاکستان دطالبانو له لارې افغانستان کې دبدامنۍ بازار تود ساتل غواړي. پاکستان په افغانستان کې دلاس وهنې تورونه ردوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG