لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دتيزندۍ په سزا عمل درامد اودرول شوى


دميډيا راپورونه وائي دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دجمعې په ورځ دکورنو چارو وزارت ته حکم کړى چې ټول هيواد کې دې ٩م ستمبر پورې په تيزندو عمل درامد اودروي.
په ٩م ستمبر به پاکستان کې نوى صدر ممنون حسين دصدارت چوکۍ سمبالوي.
دزيارت په شپه ايوان صدر کې وزيراعظم نواز شريف صدر اصف علي زرداري سره ليدنه کړې وه چې په دغه موقع صدر هغه ته وئيلي وؤ دهغوي حکومت دگوند دتگلارې سره سم تر پينځوؤ کلونود تورنو ترهه گرو اؤ مجرمانو په تيزندۍ تر پينځوؤ کلونو عمل درامد اودرولى ؤ.
صدر زرداري ددې خواهش څرگندونه هم کړې وه چې دپينځوؤ کلونو څخه دپهانسۍ داودرولو دغه عمل دې د٩م ستمبر پورې اوږد کړل شي ، چې له دې وروستو حکومت دنوي صدر ممنون حسين ، څوک چې به په ٩م ستمبر دصدارت چوکۍ سمبالوي ، دپهانسۍ په سزا دعمل درامد په اړه په پريکړه نظرثاني کولى شي.
دجمعې په ورځ وزيراعظم نواز شريف داخله وزارت ته په ټول هيواد کې دپهانسۍ په سزا دعمل درامد اودرولو حکم کړى، خو له دې وړاندې هغه په ډاگه کړې وه چې دمرگ په سزا دعمل کولو په اړه به هغه دکوم فشار لاندې نۀ راځي.
پنجابي طالبانو دمخه حکومت خبردارى ورکړى چې که دهغوي کوم ملگرى تيزندي کړل شو، نو دغسې کوم حکومتي گام به دځان په ضد دجنگ اعلان گڼي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG