لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښور سره نزدې بم ٢ کسان وژلې، ١٢ زخمیان دي


پولیس ویلي د باذید خیلو کلې کې د صحت په مرکز کې د ریموټ کنټرول د لارې بم په داسې مهال خلاص کړی شو چې هلته د پولیو مخنیوي د پاره سامان تقیسمیدو
پولیس ویلي د باذید خیلو کلې کې د صحت په مرکز کې د ریموټ کنټرول د لارې بم په داسې مهال خلاص کړی شو چې هلته د پولیو مخنیوي د پاره سامان تقیسمیدو
د خیبر پښتونخوا صوبې مرکزي ښار پیښور سره نزدې باذید خیل کلې کې د صحت مرکز کې د بم چاؤدیدو په نتیجه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ١٢ نورزخمیان شوي دي.
پولیس ویلي د باذید خیلو کلې کې د صحت په مرکز کې د ریموټ کنټرول د لارې بم په داسې مهال خلاص کړی شو چې هلته د پولیو مخنیوي د پاره سامان تقیسمیدو.
په وژل شوو کسانو کې یو پولیس او یو د پولیو خلاف کارکونکی شامل دی. چاؤدنه کې ١٣ نور کسان زخمیان شوي دي.
پولیس وړاندې پیښه کې د وژل شوو خلکو شمیره شپږ ښودلې وه خو بیا يي وویل دغه شمیره د غیر مصدقه ابتدائي معلوماتو په بنیاد ښودلې شوي وه او کره نه وه.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، د وسله والو طالبانو یوې ډلې جندالله ترجمان چې خبریالانو ته ځان د احمد مروت په نوم معارفي کوي، د حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.
پاکستان او په خصوصي توگه خیبر پښتونخوا کې ددې نه وړاندې هم د پولیو خلاف کارونکو باندې طالبانو خونړۍ حملې کړې دي.
پاکستان، افغانستان او نائیجریا د ړۍ درې داسې هیوادونه دې چرته چې اوس هم د پولیو مرض موجود دی.
پولیو ماشومان د ټول عمر د پاره د بدني معزورۍ سره مخ کړي.
پولیو نه د محفوظ ساتلو د پاره، د پنځو کالو نه کم عم ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکړی کیږي خو څیړونکې وايي پاکستان کې تندروه وسله والې ډلې د اسلام د خپلې تشریح سره سم د پولیو خلاف څاڅکې غیر اسلامي گڼي او وايي دا دوا ماشومانو د بچو زیږدولو صلاحیت نه محروموي.
خو ډاکټران وايي دغه خبره غیر منتقي دهږ عالمان وايي بچې د مرضونو نه د بچ کولو کوشش هیڅ غیر اسلامي کار نه دی.
د پولیو د مخنیوي اداره گلوبل اریډیکیشن انیشیاټیو وايي پاکستان کې تیره هفته اته د پولیو کیسونه رامنځته شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG