پيښور_ دامريکا دصدر براک اوباما اؤ پاکستاني وزيراعظم ميا محمد نواز شريف ترمينځ دټاکل شوې ليدنې ايجنډې ته دغوڅ شکل ورکولو لپاره دپاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکا ځانگړى استازى جيمز ډوبنز دگل په ورځ اسلام اباد ته رسيدلى اؤ دى.
اسلام اباد ته د رسيدو وروستو امريکائي استازى دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ په اړه دپاکستان دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز سره ليدنه کړې ده.
سرچينې وايي سرتاج عزيز سره دليدنې په مهال دواړو سفارت کارانو واشنگټن کې په ٢٣م اکتوبر دصدر اوباما اؤ وزيراعظم نواز شريف ترمينځ دليدنې دايجنډې په بابله خبرې اترې وکړې اؤ دپاکستاني وزيراعظم اؤ امريکائي صدر ترمينځ دليدنې په موقع تر بحث لاندې راتلونکو مهمو نکتو ته يې غوڅ شکل ورکړو.
دسرچينو په وينا دليدنې په مهال دامريکا اؤ پاکستان ترمينځ د اړيکو ترڅنگ په ځانگړې توگه دافغانستان په وضعيت هم خيالات تبادله کړى شول.
تيره مياشت ډوبنز منلې وه چې اسلام اباد دافغان امن عمل لپاره خپل ملاتړ کې اضافه راوستې ده.
هغه دا خبره هم منلې وه چې اسلام اباد دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ نيغ په نيغه خبرو کې اسانتيا ورکوي.