لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د اپوزيشن گوندونو ترمينځ د ناټو په سپلايۍ ودرؤلو صلاح نه ده راغلې

اپوزيشن  مشرانو په هر حال کې دمذاکراتو دعمل  دبچ کولو  اؤ حکومت څخه دډرون بريدونو اودرولو په غوښتنه اتفاق کړى دى
اپوزيشن مشرانو په هر حال کې دمذاکراتو دعمل دبچ کولو اؤ حکومت څخه دډرون بريدونو اودرولو په غوښتنه اتفاق کړى دى
پيښور-دډرون بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو دنهې په ورځ دراتلونکي دتگلارې ټاکلو لپاره قومي اسمبلۍ کې داپوزيشن گوندونو دپارليماني مشرانو غونډه کې طالبانو سره دمذاکراتو دعمل په دوامداره ساتلو اتفاق شوى ، خو دنيټو دسپلايۍ په اودرولو صلاح نۀ ده راغلې.
دا په داسې حال کې ده چې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ پرون په يو قرارداد کې د مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې تر ٢٠م نومبر پورې د نيټو په سپلايي د بنديز لگولو اؤ د ډرون بريدونو مخنيوي دپاره دې تگلاره جوړه کړي گنې خيبرپښتونخوا صوبه به بيا په دغه لړکې پخپل سر گامونه واخلي.
ددې ترڅنگ دپاکستان د پنجاب اؤ سندهـ صوبو په اسمبلو کې هم د ډرون بريدونو په ضد قراردادونه جمع کړل شوي دي.
راپورونه وائي دنهې په ورځ پارليمنټ کې داپوزيشن گوندونو پارليماني مشرانو ډرون حمله کې دحکيم الله محسود دوژل کيدو څخه وروستو دطالبانو لخوا دخپلې کړل شوې سختې رويې لۀ امله دمذاکراتو دعمل دمخ په وړاندې بوتللو اؤ هيواد ته دپيښو امنيتي چيلنجونو په اړه په بيلا بيلو لارو چارو غور کړى دى .
سرچينې وائي دغونډې په مهال دگڼو مشرانو له لوري په حکومت دنيټو دسپلايۍ داودرولو ټينگار شوى دى خو په دغه اړه داپوزيشن دټولو گوندونو ترمينځ اتفاق نۀ دى رامينځته شوى ،
دسرچينو له مخې اپوزيشن مشرانو په هر حال کې دمذاکراتو دعمل دبچ کولو اؤ حکومت څخه دډرون بريدونو اودرولو په غوښتنه اتفاق کړى دى.
غونډه کې دمسلم ليگ(ق) مشر چوهدري شجاعت حسين، قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه، دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان، دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان، دنيشنل پارټۍ ميرحاصل بزنجو، دعوامي نيشنل پارټۍ غلام احمدبلور، دقومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمدخان شيرپاؤ، دجماعت اسلامي طارق الله خان، دعوامي مسلم ليگ مشر شيخ رشيد احمد اؤ دايم کيو ايم مشر ډاکټر فاروق ستار شريک وؤ.
په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر خورشيد شاه دخپلې وينا په مهال وويل مونږ مونږ پردۍ جگړې ته غاړه ورکړې ده.
همدغه شان دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې دډرون بريد وروستو دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ چې کوم تاؤتريخوالى پيدا شوى هغه به له مينځه وړل وي.
فضل الرحمان وويل مونږ ته په يو ميز دکښيناستو ، ګډ دريځ خپلولو اؤ دمذاکراتو لپاره بيا دټولو ګوندونو دراټولولو ضرورت دى.
هغه وويل زياتره خلک مذاکرات برقراره ساتل غواړي اؤ مونږ دهيواد لپاره په شريکه کار کول غواړو.
د مولانا فضل الرحمان وينا وه دډرون حملې نه وروستو به مونږ ته دا سوچ کول وي چې طالبان به بيا څنګه دمذاکراتو ميز ته راوستل شي؟.
وروستو قومي اسمبلۍ کې دوينا په مهال مولانا فضل الرحمان وويل دغلطو پريکړو له امله نن ټول قام په اور کې سوځي ، خو حکومت معاملې په سنجيدګۍ سره نۀ اخلي.
هغه وويل نن مونږ په بيلا بيلو ډلو کې ويشل شوي يو ځکه سونزې مو هم دقابو څخه بهر کيږي، خو ددغو ستونزو دهواري لپاره به راته زغم اؤ په شريکه دکار کولو ضرورت وي.
له دې يوه ورځ وړاندې دپاکستان دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دډرون حملو په ضد دمتفقه قرارداد منظورۍ ورکولو ورکولو سره وزيراعظم نواز شريف څخه غوښتنه کړې ده چې په سمدستي ډول دې دسياسي مشرانو غونډه راوبلي اؤ د٢٠م نومبر پورې دې دډرون بريدونو داودرولو اؤ نيټو دسپلا يۍ اودرولو لپاره تگلاره وټاکي.
دگل په ورځ خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دډرون بريدونو اودرولو په ضد قرارداد داطلاعاتو صوبائي وزير شاه فرمان وړاندې کړى ؤ چې پکې دريځ خپل کړل شوى” پاکستان دلمړۍ ورځې څخه امريکائي ډرون حملې دخپلې خپلواکۍ په ضد گڼي اؤ ددغو حملو دغندنې کولو په ترڅ کې يې ددې په خلاف احتجاج ريکارډ کړى ، خو امريکا دپاکستان داحتجاج په نظر کې نيولو څخه پرته دبريدونو لړۍ دوامداره ساتلې چې له امله يې په زرگونو ښځې، ماشومان، بوډاگان اؤ دپوځ ځوانان وژل شوي“
هرڅو کۀ په دغه قرارداد کې د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير د زرگونو ښځو،ماشومانو اؤ سړو د وژل کيدو دعوه کړې ده خو دپاکستان ددفاع د وزارت لخوا تيره اوونۍ سينيټ ته په ورکړل شوې شميره کې وئيل شوي وؤ چې په دغو ډرون حملو کې ٢١٦٠ ترهگر اؤ يواځې ٦٧ عام وگړي وژل شوي دي.
دقرارداد ترمخه ٢٠٨م اؤ ٢٠١١م کې پارليمان دمتفقه قراردادونو له لارې دمذاکراتو دعمل په ارزښت ټينگار کړى ؤ، خو په دغو کلونو کې د٣٥٠ؤ څخه زياتې حملې شوي چې ورسره ترهه گرۍ ته وده ترلاسه شوې، پاکستان په معاشي توگه دبدحالۍ ښکار شوى اؤ امن يې تباه شوى.
قرارداد کې وئيل شوي دا اسمبلۍ دپاکستان دوزيراعظم څخه غوښتنه کوي چې دقومي مشرانو په فوري ډول باور کې داخستو لپاره غونډه راوبلي چې پکې دې دمذاکراتو دعمل دوامداره ساتلو لپاره تگلاره خپله کړل شي اؤددې ترڅنگ دې دډرون بريدونو اودرولو لپاره عملي گامونه واخستل شي اؤ دنيټو دسپلايۍ بندولو لپاره دې تجويزونه مخې ته راوړل شي.
قرارداد کې خبردارى ورکړل شوى چې که چرې د٢٠م نومبر پورې په يادو شوؤ گامونو عمل ونۀ کړى شو نو صوبائي حکومت به دخپلې تگلارې پخپلولو کې خپلواکه وي.
بل لوري ته پنجاب اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر ميا محمودالرشيد هم قرارداد جمع کړى چې پکې دډرون بريدونو اؤ امن دهڅو دسبوتاژ کولو سخته غندنه شوې ده.
قرارداد کې غوښتنه شوې ده چې ايوان دې دډرون بريدونو په سختۍ سره غندنه وکړي اؤ دادې دامن هڅو ته دزيان رسولو سازش وگرځوي.
قرارداد کې کې دوفاقي حکومت څخه غوښتنه شوې چې دنيټو دسپلايۍ اؤ ډرون بريدونو معامله دې سيکورټي کونسل کې دراپورته کولو ترڅنگ په ټولو اړخونو غور وکړي.
قرارداد کې زياته شوې ده چې ډرون حملې ملک کې داړي گړي، بدامنۍ، تندلاريتوب اؤ ترهه گرۍ علت جوړيږي.
همدغه شان سندهـ اسمبلۍ کې هم دتحريک انصاف غړي سيد حفيظ الدين دډرون بريدونو په ضد قرارداد جمع کړى.
ميډيا سره خبرو کې حفيظ الدين خبردارى ورکړى چې که چرې ډرون حملې ونۀ درول شوې ، نو سړکونو ته به رااوځو اؤ دطاقت له لارې به دنيټو سپلائي اودرولى شي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG