لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنصرالدين حقاني وژنه دحقاني نيټ ورک پسر يو ستر گزار


حقاني نيټ ورک افغانستان کې دامريکائي پوځيانو تر ټولو خونړۍ دښمنه ډله گڼلى شي ، دغه ډله دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه کې خپلې مضبوطې ځالې لري
حقاني نيټ ورک افغانستان کې دامريکائي پوځيانو تر ټولو خونړۍ دښمنه ډله گڼلى شي ، دغه ډله دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه کې خپلې مضبوطې ځالې لري

پيښور- تيره ورځ دپاکستان پايتخت اسلام اباد کې د افغان طالبانو د پاکستان پلوه ډلې حقاني نيټ ورک يو مهم مشر نصرالدين حقاني د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوى چې دهغه د وژنې په اړه په پاکستان اؤ افغانستان کې تاودۀ بحثونه روان دي.
مطبوعاتو داسې راپورونه هم خپارۀ کړي چې دنصرالدين حقاني په وژنه دپاکستاني اؤ افغاني طالبانو ترمينځ خپلو کې هم اختلافاتو سر راپورته کړى دى ځکه چې دافغانستان ځينې طالبان په دې نظر دي چې دهغۀ په وژنه کې دمولوي فضل الله په مشرۍ دپاکستاني طالبانو تحريک لاس لري.
د نصرالدين حقاني دوژل کيدو په اړه امريکايي ورځپاڼې کرسچن سائينس مانيټر وئيلي دي چې هغه به ديادې شوې ډلې لپاره تر ټولو زياتې پيسې دچندو په ډول راټولولې.
حقاني نيټ ورک افغانستان کې دامريکائي پوځيانو تر ټولو خونړۍ دښمنه ډله گڼلى شي ، دغه ډله دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه کې خپلې مضبوطې ځالې لري ،
دنصرالدين حقاني وژنه دحقاني نيټ ورک اؤ ددغه ډلې دائتلافيانو لپاره يوه ستره ضربه گرځولى شي.
امريکا دتيرې ډيرې مودې راهسې دپاکستان په استخباراتي شبکې ائي ايس تور لگوي چې په افغان جگړه کې دحقاني نيټ ورک مرسته کوي ، خو پاکستاني چارواکي دغسې تورونه ردوي.
دغه ورځپاڼه ليکي چې دسږکال په پيل کې امريکا سره دامن مذاکراتو لړ کې قطر کې طالبانو لپاره ددفتر دپرانستل کيدو کومه هڅه شوې وه په هغې کې نصرالدين دحقاني نيټ ورک استازيتوب کولو اؤ گمان کيدو چې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ امن مذاکراتو کې به هغه خپل کردار ولوبوي.
ورځپاڼې وئيلي دي افغان چارواکي به ديو داسې شخص دمنظر څخه په لرې کيدو غصه وي چې افغان حکومت سره دطالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو لپاره يې کار کولو.
ورځپاڼه زياتوي حقاني نيټ ورک اوس هم دامريکائي پوځي کمانډرانو اؤ ترهه گرۍ دمخنيوي دماهرانو لپاره دانديښنې وړ دى ، ځکه چې دغه ډلې په کابل دبريدونو لړۍ دوامداره ساتلې اؤ په ټوله نړۍ کې يې دچندې جمع کولو مهم هم جاري ساتلى.
دورځپاڼې ترمخه افغانستان کې دتيرو څو کلونو راهسې دځينو خلکو دبدليدونکې رويې له امله په ټولنيزه منظرنامه کې دومره فرق راغلى چې دحقاني وفادارو لښکريانو قبائيلي سرداران دخوراک اؤ پناه ورکولو څخه په انکار کولو وژلي دي.
دحقاني نيټ ورک مشري دنصرالدين دورور سراج الدين په لاس کې ده اؤ دهغه پلار جلال الدين حقاني ته د١٩٧٩ء راهسې دروسيانو په ضد دجنگيدو له امله ديو تکړه جنگيالي کمانډر په سترگه کتلى شي.
نصرالدين په تيرو وختونو کې يوځل دپاکستاني امنيتي ادارو دخپل يو ترۀ سره نيولى ؤ ، خو هغه دخپلې پيژندگلو په اړه پلټونکي په تيارۀ کې ساتلي وؤ، په دغه وخت کې دپاکستاني طالبانو دتحريک پخواني مشر حکيم الله محسود په جنوبي وزيرستان کې دکال ٢٠٠٧م دجولا ئي په مياشت کې ٣٠٠ پاکستاني پوځيان ونيول اؤ دبنديانو دتبادلې په ترڅ کې حکومت په لسگونو جنگيالي خوشې کړل چې پکې نصرالدين حقاني اؤ دهغه ترۀ هم دپاکستاني زندان څخه خوشې کړل شو.
حقاني نيټ ورک ته دتيرو څو کلونو په مهال دډرون بريدونو له امله هم سخت زيان رسيدلى ، چې ورسره دپولې پورې غاړې افغانستان کې ددغه ډلې په جنگي هلو ځلو اثر غورځيدلى،
لمړى بدرالدين وژل شوى ؤ اؤ بيا دکال ٢٠١٣م دستمبر په مياشت کې يو بل مشهور کمانډر مولوي سنگين ځدراڼ هم شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې ووژل شو.
کال ٢٠٠٩م کې امريکا دسراج الدين حقاني پسر پينځه ملينه امريکائي ډالر انعام ويستلى ؤ اؤ وروستو يې دهغه ددوؤ وروڼو نصرالدين حقاني اؤ بدرالدين حقاني په ضد هم دانعام اعلان وکړو.
دکال ٢٠١٢م دستمبر په مياشت کې امريکا حقاني نيټ ورک دبهرنو ترهه گرو پخپل فهرست کې شامل کړى ؤ.
حقاني نيټ ورک دافغانستان دپکتيکا ولايت څخه کال ٢٠٠٩م کې امريکائي پوځي Bowe Bergdahl هم تښتولى ؤ اؤ دغه پوځي يې تر دې مهاله په قبضه کې دى.
امريکا اؤ ائتلافيان يې حقاني نيټ ورک يوه ځانله تندروه ډله گڼي خو حقاني نيټ ورک ځان دملا محمد عمر په مشرۍ دطالبانو د تحريک برخه گڼي.
په طالبانو کې دخليفه په نوم شهرت لرونکى ٣٧ کلن سراج الدين حقاني اوس مهال دحقاني نيټ ورک مشري په غاړه لري، هغه وروستو له هغې ددغه ډلې اپريشنل کمانډر جوړ کړل شوى ، چې دهغه دپوخ عمر ناجوړه پلار غيرفعاله شو.
جلال الدين حقاني دوه ښځې لرلې چې يوه پکې دمتحده عرب اماراتو څخه عربي ميرمن وه اؤ دهغې څخه يې دوه زامن دي، دهغه دغه عربي ميرمن دخپلو دوؤ زامنو سره په متحده عرب اماراتو کې ميشته ده.
حقاني نيټ ورک دافغانستان په صدر حامد کرزي قاتلانه حمله اؤ کابل کې په هندوستاني سفارت خانه بريد کې ککړ بللى شي.
دراپورونو ترمخه دغه ډلې يو اردني وگړي ډاکټر هُمام خليل ابو مُلال البلاوي سره ٢٠١٠م کې دافغانستان په خوست ولايت کې دسي ائي اى په سټيشن هاغه حمله کې مرسته کړې وه چې پکې دسي ائي اى ٧ ايجنټان وژل شوي وؤ.
بلخوا دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد دنصرالدين حقاني دوژل کيدو پخلى کړى اؤ تور يې لگولى چې هغه دپاکستان استخباراتي شبکې ائي ايس ائي وژلى دى.
هغه دنصرالدين حقاني دوژنې دبدل اخستو دړکه کړې اؤ زياته کړې يې ده چې ائي ايس ائي هغه ځکه وژلى چې نصرالدين به دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر حکيم الله محسود ملاتړ کولو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG