پيښور- دټولې نړۍ پشان پاکستان کې هم دجمعې په ورځ دعاشورې ورځ نمانځل کيږي اؤ په دغه موقع په ځانگړې توگه پايتخت اسلام اباد اؤ دڅلورو واړو صوبو په مرکزي ښارونو کې دکومې ممکنه بدې پيښې مخنيوي په غرض دجلوسونو د حفاظت لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.
په حساسو سيمو اؤ ځانگړې توگه ډيره اسماعيل خان، کوهاټ، هنگو، گلگت، جهنگ، بهاؤلپور، بکهر اؤ نورو ښارونو کې پوځ ، پوليس اؤ مليشه ځواکونه تعينات کړل شوي دي.
دکربلا په ميدان کې دحضرت امام حسين اؤ دهغه دملگرو لخوا دورکړل شوؤ قربانو په ياد کې دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې دشيعه مسلمانانو لخوا جلوسونه ويستل کيږي.
په دغه موقع دپايتخت اسلام اباد پشمول دپاکستان په لږ ترلږه ٨٠ؤ ښارونو کې دترهه گرۍ دممکنه پيښو دمخنيوي په خاطر دموبائيل فون خدمات دجمعې دسحر څخه ځنډول شوي ، کوم چې به دشپې ناوخته بحاليږي.
دنورو کلونو په پرتله پاکستان کې سږکال ځکه هم سخت امنيتي تدابير نيول شوي چې دروانې مياشتې په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دامريکائي جاسوسي الوتکې په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر حکيم الله محسود اؤ دافغان طالبانو دډلې حقاني نيټ ورک ديو مهم کمانډر نصرالدين په اسلام اباد کې دوژنې وروستو پاکستاني طالبانو دخپلو دغو دواړو مشرانو دوژنې دانتقام اخستو گواښ کړى دى.
پيښور کې دعاشورې مرکزي جلوس دسيد رضي شاه امام باړې څخه وتلى اؤ په ټاکلو لارو دتيريدو څخه وروستو به په اغا مصطفي شاه نومې امام باړې کې پايې ته رسيږي،
ښار کې دجلوسونو دامنيت لپاره هم سخت گامونه اخستل شوي اؤ دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر ناصر خان دراني دښار دننه دبيلا بيلو امام باړو دوره هم کړې ده.
پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال ائي جي پي ناصر خان دراني ادعا کړې چې دعاشورې په موقع سخت گامونه اخستل شوي دي.
دپيښور، لاهور،اسلام اباد، کراچۍ، راولپينډۍ اؤ کوئټې پشمول بيلا بيلو لويو ښارونو کې ماتمي جلوسونه پخپلو مقررو لارو روان دي اؤ دپوليسو اؤ رينجرز دزرگونو عسکرو ترڅنگ پوځ هم دهيواد په بيلا بيلو برخو کې ددغو ماتمي جلوسونو په حفاظت گمارل شوى.
چارواکي دعوه کوي چې دهيواد دننه دترهه گرۍ زياترو پيښو کې موبائيل فون دډيټونيټر په توگه استعمالولى شي ، ځکه دتيرو څو کلونو راهسې داختر اؤ عاشورې په موقع پاکستان کې دموبائيل فون خدمات په عارضي ډول ځنډول کيږي.
دجلوسونو دمقررو لارو دکلوز سرکټ کيمرو ترڅنگ فضائي څارنه هم روانه ده